اقتصاد

په لوګرکې د خوراکي او سوند توکو لپاره نرخ نامه وټاکل شوه

کابل / د سلواغی / ۱۷ / باختر
په پل علم ښارکې د لوګرد ښاروالۍ له لوري د خوراکي او سوند توکو د نرخ نامې په ټاکلوسره د خوارکي او سوند توکو بيه یوڅه کم شوی دی او د دغه ولایت اوسېدونکي خوښ دي.
د باخترآژانس خبریال د خبرله مخې، د لوګرښاروالۍ د نرخ نامې په ټاکلوسره له هټیوالوڅخه غواړي چې د ټاکل شویو نرخ نامې له مخې، خپل توکي وپلوري او د سرغړونې په صورت کې له دوی سره به قانوني چلند وشي او نغدي جریمه به وشي.
د لوګر ولایت د مرکز یو تن اوسېدونکی حیدر د دغه ولایت د ښاروالۍ له لوري د خوراکي او د سوند توکو د نرخ نامې له ټاکلو څخه خوښي څرګندوي او له سوداګرو او هټیوالوڅخه غواړي چې د بیو د ټاکلو په مطابق خوراکي او د سوند توکي وپلوري.
دغه راز د لوګر د مرکز یو بل اوسېدونکی محب الله وايي چې د تېرو څو میاشتو په بهیرکې لومړني توکي خپل لوړ تکلورۍ تېرکړی دی او د ژمي سړښت او اقتصادي ستونزې د خلکو ژوند له زیاتو چلندونوسره مخ کړي دي.
هغه زیاته کړه چې د نرخ نامې ټاکنه او د بازار کنترول د بیو په کنترول کې ډیرې اغیزې لري.
د افغانستان د اسلامي حکومت په راتک سره د امنیت د تامینولو ترڅنګ په لوګرکې له زرګونو بېوزلو او اړو کورنیوسره مرسته شوې ده او د مرستو بهیردغه راز دوام لري.
د یادونې وړده چې د تېروڅو ورځو په بهیر کې د ډالرو پر وړاندې د افغانیو ارزښت زیات شوی دی او خلک له اسلامي امارت څخه غواړي چې د لومړنیو توکو بیه هم کم شي.
ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته