خبرونهفرهنګټولنه

په لوګرکې د عینکو د مسو، کرنیزومحصولاتو او د کتاب د اثارونندارتون پرانیستل شو

کابل / د وري ۸ / باختر
په لوګرکې د عینکو د مسو، کتاب او د کرنیزو محصولاتو د آثارو نندارتون د اطلاعاتواو فرهنګ ریاست په همکاری پرانیستل شو.
د لوګر د اطلاعاتواو فرهنګ رییس عبدالرحمن تسل د باخترآژانس خبریال ته وویل چې په دې نندارتون کې لرغوني لوښي، د عینکو مسو آثار، تابلو، کتاب او د لوګر د مشاهیروعکسونه نندارې ته وړاندې شوي دي.
د اطلاعاتواو فرهنګ رییس دغه راز نندارتونونو جوړول یې ګټوروباله او وېې ویل چې خلک له دغو نندارتونونوپه کتنې سره زیاتره له فرهنګ او کرنیزومحصولاتوسره بلدېږي.
د لوګر والي عبدالقیوم رحیمي د خصوصي برخو پرملاتړ ټينګاروکړاو وېې ویل چې د کرنیزومحصولاتو او کورني تولیداتو نندارې، کسبه کارانواو بزګرانوته د بازارموندنې سبب کېږي.
د لوګر والي کروند ګرو او کسبه کارانوته د همکاریو ژمنه وکړه.
دغه نندارتون د دوو ورځولپاره د کتوونکوپرمخ پرانیستی دی.
د یادونې وړ دی چې دوه ورځې مخکې هم د جشن کتاب ترنامه لاندې د کتاب نندارتون په پل علم کې د لوګر د اطلاعاتواو فرهنګ ریاست په همکاری جوړشو.
پای-ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته