کابل / د وري ۸ مه / باختر
د لوګرپه څرخ ولسوالۍ کې نن د قران کریم د ۲۷ حافظانو پر سر د فضیلت پګړۍ وتړل شوې.
د حافظانو په فراغت غونډه کې د څرخ ولسوالۍ د پوهنې آمر مولوي حبیب الله حسیني وویل چې دغو حافظانو د څرخ په دیني مدرسه کې قران کریم حفظ کړی او نن یې پر سر د فضیلت پګړۍ وتړل شوې.
د یادونې وړ ده چې په لوګر کې ۳۰ دولتي دیني مدرسې او ۳۷۲ خصوصي مدرسې فعالیت لري چې پکې د ۷۹۰۱ نجونو په ګډون ۳۶۹۲۹ زده کوونکي په زده کړو بوخت دي.
ع