امنیت

په لوګرکې د منصوري قول اردو د څلورمې لوا قوماندانۍ په خپل کارپیل وکړ

کابل / د مرغومي / ۲۱ / باختر
په لوګرکې د منصوري قول اردو د څلورمې لوا قوماندانۍ نن په خپل کارپیل وکړ.
د باخترآژانس د خبرله مخې، دغه غونډه چې په همدې مناسبت د لوګرپه مرکزکې جوړه شوې وه ، یوشمېرمتنفذینو نويو ټاکل شويو مسوولینو ته د مبارکۍ پر ورکولو سربېره وویل چې زموږمسوولین د هېواد او د خپلو خلکو پر وړاندې په نوې آزموینه کې دي او د دې وخت دی چې د خپلې اسلامي اردو په چوکاټ کې خدمت وکړي چې دخلکوسترګي پرې روښانه شي.
د څلورمې لوا قوماندان د لوګر اوسېدونکوته ډاډ ورکړچې د دوی د امنیت په تامینولوکې له هیڅ راز هلوځلوڅخه به ډډه ونه کړي.
ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته