کابل / د غوايي/ ۲۴ مه / باختر
په لوګر کې د شپږو ټیمونو ترمنځ د کرکټ سيالۍ پرون د پل علم ښار په ورزشي ډګر کې پیل شوې.
د لوګر د کرکټ بورډ آمر بشیر احمد ساحل باختر آژانس ته وویل، چې د دغو سیالیو لومړۍ سیالي د لوګر کرکټ کلپ لوبډلې او د چار آسیاب لوبډلو ترمنځ وشوه.
د یادونې وړ ده چې دغه سیالۍ به ۱۲ ورځې دوام وکړي چې د لوګر کرکټ کلپ، محمد آغې ، چارآسیاب، پکتیا، پکتیکا او د غزني کرکټ لوبډلې به په کې د یو بل پر وړاندې ولوبېږي.
جهانیار