امنیت

په لوګرکې لس ټنه تېرتاریخ درمل وسوځول شو

کابل / د سلواغی / ۴ / باختر
د لوګر د عامې روغتیا ریاست مسوولین پرون په دغه ولایت کې لس ټنه تېرتاریخ درمل وسوځول.
د لوګر د عامې روغتیا رییس ډاکټر قدرت الله عادل باخترآژانس ته وویل چې دغه تېرتاریخ او بې کیفیته درمل مخکې د لوګر له مرکزي او څو ولسوالیو څخه راټول شوي وو چې د اړوندو بنسټونواو رسنیو د استازو په شتون وسوځل شول.
ډاکټرعادل زیاته کړه: له دې وروسته د بې کیفیته درمل د پلورنې مخنیوی کېږي او له سرغړونکو سره قانوني چلند کېږي او په درملتونو نو کې د درملو ګران پلورنه هم کنټرولېږي. /ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته