اقتصاد

دسپين زر شرکت دبڼ کمپ بې ځايه شويو دکورونو غوښتنه وکړه .

کابل باختر دسلواغي دوه ويشتمه
دکندز ولايت دمرکز سپين زرشرکت دبڼ په کمپ  کې ځاى پرځاى شوي  . کورنۍ وايي چې سيمه ئيزو  مسوولينو له دوى څخه غوښتي دي چې له دغې سيمې څخه ووځي .
درې سوه  ديرش کورنۍ له لسو کلونو راپديخوا دکورنيوجګړو اووچکالي  له امله دبغلان ، تخار، بدخشان او کندز له ولايتونو څخه دامنيتي  ستونزو له امله په دې سيمه کې ځاى پرځاى شوي دي .
دغه مهاجرين وايي سړه هوا ، او دسون دموادو نشتوالي ددوى ستونزې  لاپسې زياتې کړي دي او له سيمه ئيزو مسوولينو څخه يې غوښتي دي چې بايد ددوى دغه ستونزې وڅيړي .
  لسو تنو دغه بې ځايه شويو په اعتراضيه غونډې سره وويل، په هغه صورت کې له کمپ  څخه وتلو ته چمتو دي چې دولت هغوى ته ځمکه ورکړي چې دوى له دغې ستونزې خلاص شي .
يو تن بې ځايه شوى ملا ولي باختر اژانس ته وويل، که چيري دولت له موږ څخه غواړي  چې له دغې سيمې څخه ووځو  بايد په يوه بله سيمه کې موږ ځاى پرځاى  کړي له دې پرته به موږ د خپلو کورنيو دغړو ترمنځ دسردزيان شاهدان واوسو . دوى وويل ، دژمي سړه هوا په ساه لندي  ددوى دماشومانو داخته کيدو سبب کيږي .
  دمهاجرينو استازي قاري سراج الدين چې له خپلې کورنۍ سره په دغه کمپ کې ژوند کوي زيا ته کړه چې دوى له اقتصادي ، بې وزلي  ، دڅښاک داوبو دنشتوالي ، دبريښنا اودسون دتوکو دنشتوالي له ستونزو سره مخامخ دي خو دولت دمرستې په ځاى غواړي هغوى بې کوره کړي .
يوبل بې ځايه شوى شير ولي وويل چې دسپين زر دتصدي مسوولينو له دوى څخه غوښتي دي چې ډير ژر دغه دولتي ساحه خوشي کړو خو دسپين زر دتصدي رييس دباختر اژانس خبريال ته وويل چې دغه اداره دجمهوري رياست د ٤٥ ګڼه فرمان دتطبيق او دځمکې له غاصبانو څخه دغصب شويو  ځمکو دترلاسه کولو په خاطر او دکندز ولايت دپوځي څارنوالي ، دحقوقو درياست او استيناف څارنوالي او دسپين زر شرکت داستازي په ګډون دګډ هيئت په لارښوونه ددغې سيمې له اوسيدونکو څخه مو وغوښتل له دغې سيمې څخه ووځي .
  دسپين زر دتصدي رييس زياته کړه چې دغه کسان دبې ځايه شويو کسانو له جملې څخه نه دي ټول دځمکې غاصبين دي چې له څو کلونو راپديخوا ددغه شرکت ځمکې يې غصبې کړي دي .
ده زياته کړه: دسپين زر په تصدي پورې اړوند دشرکت دبڼ دسيمې په ګډون درې سوه جريبه ځمکه ده اوپه دغې سيمه کې ميشتې کورنۍ  دهغه هيئت  دلارښوونې له مخې چې له کابل  څخه دځمکو دغصب دڅيړنې په خاطر راغلي دي مجبور دي چې له دغې سيمې څخه ووځي .
ده زياته کړه  چې دشرکت په بڼ کې بې ځايه شويو کسانو په خپل سر کورونه جوړ کړي دي اوبايد دغه ساحه بيرته دسپين زر په تصدي پورې  اړه پيداکړي .
  دسپين زر دتصدي رييس څرګنده کړه چې ددغې ساحې اوسيدونکي ټول له امنو ولايتونوڅخه دلته راغلي دي او دهغوى په ولايتونوکې هيڅ راز ناامني دوى ته ګواښ نه دى .
بې ځايه شوي کسان وايي چې شپږ کاله مخکې دکندز دمقتول والي انجنير محمد عمر په وخت کې په سردوره ښارګوټي کې دوى ته ديوې يوې نمرې  ځمکې دورکولو چې فورمې هم په واک کې لري ژمنه شوې ده خو تراوسه پورې  دغه ژمنه نه ده عملي شوى .
  خو دکندز ولايت دمهاجرينو دراستنولو  دچارو رييس سيد عبدالسلام هاشمي وويل چې دشرکت بڼ دکمپ زيات بې ځايه شوي کسان دکندز ولايت قانوني سندونه او دتابعيت تذکره نه لري چې دکور لپاره ورته ځمکه ورکړي .
ده زياته کړه: له دغو بې ځايه شويو کسانو سره تل دخوراکي او دسون د توکو مرسته شوې ده او په راتلونکي کې به هم دغه شان مرستې دوام وکړي خو دوى ته کور بايد په اړوندو ولايتونوکې دمسوولينو له خوا  په پام کې ونيول شي .
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته