خبرونهاقتصاد

په لوګرکې هره ورځ څه د پاسه دیرش زره لیتره شېدې راټولېږي

 کابل / د غوايي ۳۱ مه / باختر

د لوګرد کرنې، اوبولګولواو مالدارۍ ریاست مسوولینو نن وویل چې هره ورځ په دغه ولایت کې ۳۰ زره لیتره شېدې راټولوي، بیا یې پروسس کوي چې له دې لارې ۱۷۰۰ تنو ته د کار زمینه هم برابره شوې ده.

د لوګرد کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي سید امین هاشمي د باخترآژانس سیمه ییزخبریال ته وویل چې اوس د دغه ریاست او د موسسو په همکارۍ هره ورځ په دغه ولایت کې د شېدو د راټولولو په ۱۳ مرکزونو کې څه د پاسه ۳۰ زره ليتره شېدې راټولېږي او له بسته بندۍ وروسته مرکز او ګاونډیو ولایتونو ته لېږل کېږي.

د صدف د لبنیانو راټولولو د مرکز مسوول خواجه مهرالله باختر آژانس ته وویل چې اوس هره ورځ ۱۵۰۰ ليتره شېدې، لسګونه کیلو ګرامه چکه اوکوچ د لوګرولایت له مرکز، بره کي برک، څرخ او خوشي ولسوالیو او له پکتیا ولایت څخه راټولوي او له بسته بندۍ وروسته یې د کابل په ګډون ګاونډیو ولایتونو ته لېږي.

د صدف د لبنیاتود مرکزمسوول زیاته کړه چې دوی په دې برخه کې سل زره امریکايي ډالره پانګونه کړې.

هغه وايي، چې پخوا یې هره ورځ څه د پاسه ۲۰۰۰ زره ليتره شېدې بسته بندي کولې چې اوس یې کار کم شوی دی.

هغه له حکومت او مرستندویو موسسو وغوښتل چې په دې برخه کې له دغه مرکز سره مرسته او همکاري وکړي.

د شېدو څو تنو پلورونکو باختر آژانس ته وویل چې دوی د شېدو په پلورنې سره د خپلې کورنۍ لګښتونه تامینوي.

هغوی وویل چې د لومړنیو توکو بیې لوړې دي او د شېدو بیه ټېټه ده چې د دوی د کورنۍ لګښتونه، نه پوره کوي.

د صدف لبنیاتو د مرکزمسوول د افغانستان له اسلامي امارت څخه وغوښتل چې د تولیداتود ودې او لوړولو په خاطردغه مرکز ته پاملرنه وکړي.

ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته