کابل / د لیندی / ۱۹ / باختر
په لوګرکې یوخیریه بنسټ په سلو اړو کورنیو خوراکي توکي ووېشل.
دغه کورنۍ د وزګارتیا او د بېوزلی په دليل له ستونزوسره مخ شوې دي او بشري مرستوته اړتیا لري.
د نصرت المساکین د خیریه بنسټ مسوول مولوي محمد نبي د باختراژانس خبریال ته وویل چې په لوګرکې له سلو کورنیوسره د اوړو او غوړیو مرسته وکړه.
هغه وویل چې په افغانستان کې په اړو کورنیو د دوی د مرستې بهیردوام لري.
د لوګرد اطلاعاتواو فرهنګ رییس رفیع الله صمیم په اړو کورنیو د مرستو د وېشلوپه مراسموکې اړو کسانو ته د مرستو د فرهنګ پر رواجولو ټينګار وکړ.
ع