امنیت

په لوګر کې دوه تنه وسله وال مخالفان ونيول شول

کابل باختردمرغومي دمياشتې٢٦نيټه :   
دوه تنه وسله وال مخالفان  تېره شپه  په لوګر  ولايت کې  ونيول شول.
د لوګر ولايت د امنيې قوماندانۍ وياند شاهپوراحمدزي باخترآژانس ته وويل ؛  د ډاراچوونکو د يوه  قوماندان ملاستار د مرستيال په ګډون   دوه تنه  وسله  وال مخالفان د لوګر ولايت د مرکز په مربوطاتو کې د پوليسو په  عملياتو کې              ونيول شول.
نيول شويوکسانو  په  لوګر ولايت کې  په  ډار اچونکو بريدونو کې فعال رول درلود او له  دوى څخه  دوه کلاشينکوفونه اويوه  مخابره هم ترلاسه شوي دي.
د يوبل خبرله مخې ؛ د تخار ولايت  پوليسو يو تن  هغه وخت د دغه و لايت  له درقد ولسوالۍ څخه ونيوه چې  غوښتل يې  ديوه موټر په  واسطه يوه اندازه مهمات  په کندز ولايت کې ډار اچوونکو ته ولېږدوي.              پاى  ج  ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته