کابل ، د غبرګولی ۹ مه ، باختر
د خوړو نړیوال سازمان د لوګر د ازرې ولسوالۍ پر ۲۰۰۰ اړمنو کورنیو خوراکي توکي ووېشل.
د لوګر د کلیو د بیا رغونې او پراختیا ریاست د مطبوعاتو مسوول صبغت الله نایب خیل باختر آژنس ته وویل چې د خوړو نړیوال سازمان د لوګر په ازرې ولسوالۍ کې پر ۲۰۰۰ اړمنو کورنیو خوراکي توکي ووېشل.
په یاده مرسته کې اوړه، غوړي، دال او مالګه شامل دي.
د یادونې وړ ده چې د خوړو نړیوال سازمان پرون هم د لوګر په ( خوښي )ولسوالۍ کې پر ۱۸۵۰ اړمنو کورنیو خوراکي توکي وېشلي وو.
ع