اقتصاد

په لوګر کې دچرګانو دروزنې ديوه فارم د جوړولو کار پيل شو

کابل باخترد لړم د مياشتې  ١١ :    
دلوګرولايت دمرکز پل علم ښار په قلعه وزير  سيمه کې دشپږ سوه پنځه متره مربع  ځمکې په ساحه کې د چرګانو دروزنې ديوه فارم د جوړولو کار نن پيل شو.
دلوګرولايت دکرنې او اوبولګولو رئيس محمددين مومند دباخترآژانس  خبريال ته وويل: دغه فارم د څلويښتو زرو امريکايي ډالره په ټول لګښت چې پنځه ويشت زره ډالره يې   دسي  اې   آر  ډي   اف     موسسې له خوا  او پنځلس زره ډالره يې دهغه شرکت له خوا ورکول کيږي چې ددغه فارم  د جوړولو چارې يې  په غاړه اخيستي دي.
ويل کيږي   چې دغه فارم  دڅه دپاسه  پنځه زره چرګانو دساتنې ظرفيت لري.
دلوګرولايت مرستيال قمرالدين شکيب ددغه فارم  دبنسټ دډبرې  دايښودلو په ترڅ کې  له خصوصي پانګونې سره خپل ملاتړ څرګند کړ او ويې ويل  چې ددغه شان پروژو په عملي کيدوسره  ځوانانو ته زيات کاري فرصتونه برابريږي.
ديادونې وړ ده چې  دلوګر ولايت په مرکز او دمحمدآغې او خوشي په ولسواليو کې  دچرګانو دروزنې ديوولسو فارمونو د جوړولو کار دوام لري  چې په نږدې راتلوونکې کې به  په دغه ولايت کې  دنهو نورو فارمونو د جوړولو کار پيل شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته