فرهنګ

په لوګر کې دژورناليستانو دملاتړ کميټه جوړه شوه

 کابل باخترد لړم د مياشتې  ١١ :    
په هغې غونډه کې چې له  همدې امله  جوړه شوې وه  دلوګرولايت مرستيال قمرالدين شکيب دملي امنيت دشورا هغه طرزالعمل چې په هغه کې دژورناليستانو دملاتړ دموضوع ،دهغوى دامنيت دتامينولو اوپه اطلاعاتو دلاسبري  دموضوع يادونه شوې وه ، طرحه کړ.
ده زياته کړه  چې له طرزالعمل سره سم د ژورناليستانو دملاتړ په مقصد دملي امنيت په رياست کې اودهغمږۍ يو مرکز په ا منيه قوماندانۍ کې دخبريالانو دستونزو دحل کولو اوپه اطلاعاتو د لاسبري دحق دترلاسه کولو لپاره جوړيږي.
درسنيو  کارکوونکي  کولاى شي دخپلو لارو پرسر پرتې ستونزې اوچلنجونه له دغو دوو مرکزونو سره طرحه کړي.
دسلام وطندار خبريال  خان ولي احمدزي په خبرو کې   دملي وحدت له  حکومت څخه دمنننې په ترڅ کې دغه اقدام يو ګټور کاروباله او زياته يې کړه چې داکار به  دخبريالانو کاري بهير ګړندى کړي.
دغونډې په پاى کې  دملي امنيت دشورا  دطرزالعمل  له لارښوونې سره سم دلوګر ولايت دمقام مرستيال  دژورناليستانو دملاتړ دکميټې درئيس په توګه  او دغونډې دشاملانو درايو داکثريت له مخې  دلوګر ولايت داطلاعاتو اوفرهنګ رئيس محمدشفيق پوپل  د کميټې دمرستيال په توګه او سليم صالح دمنشي په توګه انتخاب شول.
ديادونې وړ ده چې  دغه غونډه به له دې وروسته په هرو پنځلسو ورځو کې يوځل   جوړه شي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته