خبرونهښوونه او روزنه

په لوګر کې د دوو ښوونځيو ودانى پرانستل شوې

٤٣- کابل – دليندۍ ١٠مه /باختر
د لوګر په بره کې برک اومحمد اغې په ولسواليو کې د دوو لومړنيو ښوونځيو ودانى نن ګټې اخېستنې ته وسپارل شوې.
د دغو ودانيو په پرانستلو سره څه د پاسه ٣٠٠ زده کوونکوته د زده کړې مناسب چاپيريال برابر شو.
د لوګر د پوهنې د رياست وياند شاهپور عرب باختراژانس ته وويل چې د لوګر د بره کي برک ولسوالۍ د اخندخيلو د لومړنى ښوونځي ودانۍ او د محمد اغې ولسوالۍ د اخند زاده د لومړنى ښوونځي ودانۍ د (اقرا) د پروګرام په همکاري د څه ناڅه ١٥ ميليونو افغانيو په لګښت په پاخه او اساسي ډول په يو پوړ کې جوړ شوي دي.
هغه زياته کړه چې هره ودانۍ شپږ درسي خونې،د اوبو څاه او نور ضروري ملحقات لري او په يو وخت کې د ٢٤٠ زده کوونکوظرفيت لري.
د دغو ودانيو د پرانستلو په وخت کې د دولتي ادارو يوشمېرمسوولين حاضرو.
ختم_ ج _اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته