خبرونهټولنهښوونه او روزنه

په لوګر کې د زده کوونکو کورنيو په خپل شخصي لګښت پنځه درسي خونې جوړې کړې

کابل، د غبرګولي٢٥مه، باختر

په لوګر کې  د زده کوونکو کورنيو او ښوونکو د دغه ولايت د بره کي برک ولسوالۍ په قلعه کهنه لیسه کې په خپل شخصي لګښت ٥ درسي خونې جوړې کړې.

د لوګر د پوهنې رياست وياند شاه پور عرب باختر آژانس ته وويل چې په لوګر کې د زده کوونکو او ښوونکو کورنيو په همکارۍ  د٣٥٠ زرو افغانيو په لګښت د بره کې برک ولسوالۍ په قلعه کهنه لېسه کې ٥ درسي خونې جوړې کړې.

هغه زياته کړه چې پخوا د دې ليسې زده کوونکي د مناسب درسي ځاى له کمښت سره مخ و چې د دې درسي خونو په جوړېدو سره ٢٥٠ زده کوونکو ته د زده کړې مناسبه فضا برابره شوې ده.

د لوګر د پوهنې رئيس مولوي جنت ګل عزيز د دغو علم پالو خلکو اقدام وستايه او له ټولو سودا ګرو او خلکو څخه یې وغوښتل، چې له پوهنې سره مرسته او همکاري وکړي.

\ ج

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته