خبرونهفرهنګټولنهTOP

په لوګر کې د سنځل ګل کلنۍ دودیزه مشاعره ترسره شوه

کابل, د چنګاښ ۸ مه, باختر
د سنځل ګل کلنۍ دودیزه مشاعره، چې د لوګر د اطلاعاتو او کلتور ریاست له خوا د پل علم ښار په فوټبال سټډیوم کې جوړه شوې وه، په کې د اطلاعاتو او کلتور وزارت سرپرست ملا خیرالله خواه، د کورنیو چارو وزارت تامیناتي معین مولوي عبدالله مختار، د کلتور او هنر معین مولوی عتیق الله عزیزي، د لوړو زده کړو وزارت علمي معین مولوي لطف الله خیرخواه او یو شمېر نورو مسوولینو, د هېواد په کچه مشهورو شاعرانو، ادیبانو او د شعر او ادب زرګونو مینه والو ګډون کړی وو.

Img 20240628 Wa0003
د لوګر د اطلاعاتو او کلتور رییس رفیع الله صمیم ګډونوالو ته د ښه راغلاست ترڅنګ د هېواد له ګوټ ګوټ څخه له راغلو شاعرانو، حکومتي مسؤلینو او ولسونو له پراخ ګډون څخه هم مننه وکړه.
ور پسې د اطلاعاتو او کلتور وزارت سرپرست ملا خیرالله خواه وویل:”ډېر د خوشالۍ ځای دی، چې خپل ولس سره د امن فضا کې په سنځل ګل مشاعرې کې ګډون لرو، دا د شل کلن انقلاب برکت دی او د رب په مرسته، انشاالله پرمختګ لوري ته روان یو”.
خیرخواه زیاته کړه:” نن زموږ دښمنان مات دي، موږ مخ پر وړاندې روان یو، له بهره دې د پرزېدلي نظام مشران منفي او له درواغو ډک تبلیغات نه کوي او زموږ خلک دې خپل ژوند ته پرېږدي، افغانستان اوس خپل اصلي حیثیت ترلاسه او د تعصباتو ټغر ترې ټول شوی دی”.
د مشاعرې په لړ کې د هېواد په کچه مشهورو شاعرانو او ترانه ویونکو هر یو، مطیع الله تراب، مولانا محمد علیم بسمل، عبدالحکیم سجاد، محمد طاهر بهار، صداقت نیازي او یو شمېر نورو شاعرانو، خپل ترتیب کړي شعرونه، نظمونه او غزلونه له ګډونوالو سره شریک کړل.
د یادونې وړ ده، چې د اسلامي امارت له راتګ سره په لوګر کې د سنځل ګل دودیزه کلنۍ مشاعره د ګڼ شمېر مشهورو شاعرانو سربېره د زرګونو مینه والو په شتون کې ترسره کېږي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته