کابل/ د وري ۲۴ مه/ باختر
په لوګر کې د کورنیو چارو وزارت اړوند د انتک ریاست له لورې د موټرو دوه تنه غله نیول شوي دي.
د باختر آژانس د خبر له مخې؛ دغو غلو څه موده وړاندې د کابل له ځاځي پارک څخه یو موټر تښتولی و چې پرون د یاد ریاست له لوري په لوګر کې ونیول شول.
نیول شویو کسانو په خپل جرم اعتراف کړی او ویلي يې دي چې لوګر ته تر رسېدو ورسته يې د موټر رنګ او پلیټ ته تغیر ورکړی دی.
په لوګر کې د انتک ریاست مسوولین وايي چې د یاد موټر په غلا کې ۶ تنو لاس درلود چې دمګړۍ ۲ تنه نیول شوي او د ۴ نورو د نیول کېدو هڅې روانې دي.
په همدې حال کې د موټر خاوند په دې تړاو د اسلامي امارت هڅې ستايي او د پاتې کسانو د نیول کېدو او سزا ورکولو غوښتنه کوي.
د یادولو وړ ده چې واک ته د اسلامي امارت تر رسېدو وروسته لسګونه کسان د غلاوو او تښتونو په تور نیول شوي او په دې سره د غلاوو او تښتونو په شمېر کې د پام وړ کموالی راغلی دی.
عبدالمتین افغانمل