روغتیا

په لوګر کې د نائب امین الله خان لوګري روغتون د برېښنا ستونزې اوارې شوې

کابل / د وږي ۱۰ مه / باختر
د لوګر مرکز پل علم اړوند کنجک سیمه کې د نږدې ۲۵ میلیونو افغانیو په لګښت د (نائب امین الله خان لوګري) روغتون د برېښنا ترانسفرمر چارې بشپړې شوې.
د لوګر د عامي روغتیا رییس ډاکټر رسول ګل ثمر وویل: دغه پروژه چې شاو خوا ۲۵ میلیونه افغانۍ لګښت پرې راغلی یو نیم کیلومتره اوږد والی او ۳۷ پایې لري، چې دوه ترانسفرمرونه په کې د ۱۰۰۰ او ۸۰۰ کیلو واټه په ظرفیت شتون لري، چې اوسمهال یې دویم ترانسفرمر ګټې اخیستنې ته سپارل کېږي.
په ورته وخت کې د عامې روغتیا وزارت د (ICU) مسوول ډاکټر جواد جهید وویل چې د برېښنا د سیسټم په فعالېدو سره به ولس ته لاښه خدمات وړاندې شي.
په همدې حال کې د اسلامي امارت د اوبو او برېښنا کمېسیون غړي مولوي انور شاه وویل: اسلامي امارت هڅه کوي چې خپلو دردېدلو خلکو ته پوره خدمات وړاندې کړي او د یو شمېر پاتې پروژو چارې هم بشپړې کړي.
لوګر والي مولوي احمد علي جان احمد وویل چې ملت پر موږ حق لري او ۴۰ کلنې هیلې یې باید په رښتیا بدلې شي.
هغه د مسوولینو کړنې وستایلې او غوښتنه یې ترې وکړه چې خپلې چارې نورې هم چټکې کړي.
ن/ر

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته