ټولنه

په لوګر کې د يوه لومړني ښوونځي ودانۍ پرانیستل شوه

کابل / د وري ۳۱ مه / باختر
د لوګر د خوشي ولسوالۍ د آبتک کلي د نجونو او هلکانو د لومړني ښوونځي ودانۍ نن پرانیستل شوه.
د لوګر د پوهنې رياست وياند شاهپور عرب د باختر آژانس سيمه یيز خبريال ته وويل چې د لوګر د خوشي ولسوالۍ د آبتک کلي د نجونو او هلکانو د لومړني ښوونځي ودانۍ د اقرا پروګرام په مالي همکارۍ په يو پوړ کې په پاخه او اساسي ډول جوړه شوې ده.
هغه زياته کړه چې دغه ودانۍ شپږ درسي خونې، يوه ادارې خونه او نور ضروري ملحقات لري.
په دغه ښوونځي کې ١۵٠ نجونې او هلکان په زده کړه بوخت دي.
خبرځای وويل چې دغه ښوونځی اته کاله مخکې تاسيس شوى دى.
ختم-ج-ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته