خبرونهټولنه

په لوګر کې د پکتيکا او خوست له زلزله ځپلو سره د مرستې کمپاين پيل شو

 کابل ،د چنګاښ ۲ مه، باختر

په لوګر کې  د پکتيکا او خوست د زلزلې د شهيدانو له کورنيو، ټپيانو او مصيبت ځپلو سره د مرستې کمپاين نن په لوګر ولايت کې د دغه ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رياست، د لوګر پوهنتون، ژورناليستانو، د ادارو مسوولينو او ځوانانو له خوا پيل شو.

د باختر آژانس د خبرله مخې؛ د هغې زلزلې له امله چې دوه شپې وړاندې د پکتيکا او خوست په ولايتونو کې رامنځته شوه  له امله يې په سلګونو تنه شهيدان او ټپيان شول او د دغو ولايتونو خلکو ته زيات مالي زیانونه اوښتي دي.

د لوګر د عامې روغتيا رئيس ډاکتر قدرت الله عادل د باختر آژانس سيمه ييز خبريال ته وويل، چې د اوو تنو روغتيايي کارکوونکو په ګډون ٦ سمبال امبولانسونه له درملو سره مصيبت ځپلو سيمو ته لېږدول شوي او د لوګر زده کړیالانو، استادانو، ډاکترانو او خلکو له خوا د ويني ورکولو کمپاين هم پيل شوى دى.

دغه راز د لوګر د سرې مياشتې ټولنې مطبوعاتي مسوول خان ولي احمدزي وويل، چې  ٢٢ خيمې او مرستندوى ټيمونه هم له مصيبت ځپلو سره د مرستې په خاطر لېږل شوي دي.

د لوګر د اطلاعاتو او فرهنګ رئيس رفيع الله صميم وايي، چې په دې کمپاين کې د ادارو مسوولين، خبريالان، ځوانانو او خلکو ګډون کړى، چې له زلزله ځپلو هېوادوالو سره مرستې وکړي.

دغه راز د مرستو د راټولولو بهير به دوه ورځي نور هم  دوام وکړي.

هغه په خوست او پکتيکا کې د زلزلې له مصيبت ځپلو سره د نړيوالې ټولنې، پانګه والو او خلکو د مرستې غوښتنه وکړه.

د لوګر په مرکز پل علم ښارکې هم د وروستۍ زلزلې مصيبت ځپلو ته د مرستو د راټولولو خيمه درول شوې، چې له خلکو مرستې راټولې کړي.

له بله پلوه د لوګر د صرافانو د اتحاديې رئيس خان محمد نظامي  د مرستو د راټولولو کمپاين د پيلولو په لاره کې د اطلاعاتو او فرهنګ رياست د اقدام قدرداني او د همکارۍ ژمنه وکړه.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته