خبرونهټولنه

په لوګر کې د ښار پاکوالي لپاره عمومي اشر ترسره شو

 کابل، د چنګاښ١٩مه، باختر

په لوګر کې د لوى اختر په مناسبت په پل علم ښار کې د پاکوالي په موخه اشر تر سره شو.

د باختر آژانس د خبرله مخې؛ دغه اشر چې د پل علم ښاروالۍ له خوا په لاره اچول شوی و، د دولتي ادارو پر کارکوونکو سربېره د لوګر والي مولوي عنايت الله شجاع، د پل علم ښاروال مولوي محمد اسحاق سعيد، د امنيي قوماندانۍ د امنيت آمر مولوي خليل احمد ابوعرفان او د دغه ولايت يو شمېر اوسېدونکو پکې برخه اخيستې وه

مولوي عنایت الله شجاع د پل علم له ښاریانو وغوښتل چې د ښار په پاکوالي کې له ښاروالۍ سره همکاري وکړي.

بل خوا د پل علم ښار دوه اوسېدونکو محمد اسحاق او احمد ذکي د پاکونې له اشر څخه خوښي څرګنده کړه او ويې ويل د ښار د نظم، پاکوالي او  سمسورتيا په برخه کې د پل علم ښاروالۍ وروستي پلانونه ګتور وبلل آو له دوکاندارانو څخه يي وغوښتل چې له ښاروالۍ سره د جوازونو د ترلاسه کولو او د مالیاتو په ورکولو کې له هېڅ رازهمکارۍ ډډه ونه کړي.

د پل علم ښاروال مولوي محمد اسحاق سعيد  باختر آژانس ته وويل چې دغه اشر د پل علم ښاروالۍ له خوا د دولتي ادارو د کارکوونکو په همکارۍ په لاره اچول شوى او موخه يې له ښار څخه د کثافاتو پاکول او ښاري فرهنګ لپاره د ښار چمتو کول دي.

\ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته