خبرونهاقتصادټولنه

په لوګر کې سلګونو تنو ته د کار زمينه برابره شوه

کابل، د چنګاښ١٥مه، باختر

د کار په بدل کې د خوړو ورکړې پروګرام پرون د لوګر ولایت په محمد آغې ولسوالۍ کې پیل شو.

د لوګر د کليو د بيارغاوني او پراختيا رياست مطبوعاتي مسوول صبغت الله نايب خيل باختراژانس ته وويل چې د کار په بدل کې د خوراکي توکو  په پروګرام کې د ١٦٣٧٩  مترو په اوږدوالي د زرغون ښار او سرخاب په کليو کې د دوو کانالونو پاکول او د قندهاري پله، احمدزيو کلي او د ده نو په کليو کې  ١٢٣٥٠ مترو په اوږدوالي د دريو سړکونو هوارول او کرېړ اچول شامل دي چې د خوړو نړيوال سازمان په مالي مرسته د نسل آينده موسسې له خوا او د لوګر د کليو د بيارغاوني او پراختيا رياست په همکاري په شپږو مياشتو کې بشپړ او ګټې اخيستنې ته سپارل شوې دي.

نايب خيل زياته کړه چې له دغو پروژو څخه  نږدې ٤ زره کورنۍ په مستقيم ډول ګټه اخلي.

په دغو پروژو کې  ددغې ولسوالۍ  ٥٣٢ تنو اوسيدونکو ته دشپږو مياشتو لپاره د کار زمينه برابره شوې وه چې هرکارګر ته په مياشت کې ٧٧٠٠ افغانۍ ورکول کيدې.

\ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته