ټولنه

په لوګر کې عقيدتي روزنيز ورکشاپ پاى ته ورسېد

کابل/ د سلواغې ١٩ / باختر:
هغه څلور ورځنى عقيدتي روزنيز ورکشاپ چې د لوګر په امنيې قوماندانۍ کې پيل شوى و نن پاى ته ورسېد.
د باخترآژانس د سيمه ييز خبريال د خبرله مخې: په دې ورکشاپ کې ديني عالم شيخ خان محمد د اسلام د مقدس دين له نظره اصلاحي پيغامونه وړاندې کړل او ويې ويل؛ چې د مجاهد او مسوول هر عمل بايد د مسنونه طريقي له مخې وي.
هغه زياته کړه ؛ اوسنى نظام په زياتو تکليفونو او قربانيو ترلاسه شوى دى او بايد د هغه دفاع وکړو.
دغه راز د لوګر امنيه قوماندان مولوي محمدالدين شاه محبت د امنيتي حوزې د منسوبينو له هلو ځلو په منننې سره له هغوي وغوښتل چې خپل فعاليتونه دې د اسلامي شريعت د حکمونو او د افغانستان د اسلامي امارت د پاليسو له مخې هغه څه يې چې په دې روزنيز ورکشاپ کې زده کړي دي ، تنظيم کړي.
ټاکل شوې ده چې د امنيتي ځواکونو د ظرفيتونو د لوړولو لپاره روزنيز ورکشاپ هم جوړ شي.
\ ج

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته