خبرونهټولنه

په لوګر کې پر زرګونو اړمنو کورنیو نغدې پیسې وېشل کېږي

 کابل / د غوايي ۲۷ مه / باختر

یونیسف د لوګر په مرکز، بره کي برک او محمد آغي ولسوالیو کې نن  پرڅه نا څه ۱۳۴۰۰  اړمنو کورنیو د نغدو پيسو وېش پيل کړ.

د لوګر د کلیو د بیا رغاونې او پراختیا ریاست مطبوعاتي مسوول صبغت الله نایب خېل د باختر ژانس سیمه ییزخبریال ته وویل چې د مرستو په لومړي پړاو کې پرهرې کورنۍ ۱۷۵۰۰ افغانۍ وېشل شوې وې.

هغه زیاته کړه چې په دویمه دوره کې د لوګر په مرکز، بره کي برک او محمد آغې ولسوالیو کې پرهرې کورنۍ ۷۵۰۰ افغانۍ وېشل کېږي.

نایب خېل وویل چې د لوګر ولایت په څرخ ، ازرې، خوشي او خروار ولسوالیو کې به هم ډېر ژر پر سروې شویو کورنیو د پيسو د وېش بهیر پیل شي.

ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته