امنیت

په لوګر کې په ځان مرګي بريد کې دوه تنه ټپيان شول

په لوګر کې نن ديو ځانمرګي بريد له امله دوه تنه ملکي وګړي ټپيان شول .

دلوګر دوالي ويندوى دين محمد درويش دباختر اطلاعاتي اژانس ته وويل، يو ځانمرګي بريد کوونکي چې چاوديدونکي توکي يې په يو موټرسايکل کې ځاى پرځاى کړي و ځان يې دلوګر ولايت دودانۍ په وړاندي وچاوه او دوه تنه يې ټپيان کړل .

دخبرځاى دڅرګندونو له مخې ټپيان روغتون ته ليږدول شوي او روغتيايي حالت يې ښه بلل شوى دى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته