ټولنه

په ښوونځيوکې د اصلاحاتو د راوستو په موخه يوه لوړ پوړي پلاوي د هلمند له والي سره وکتل

لښکر ګاه باخترد زمري د میاشتې ۹ مه
د پوهنې وزارت يوه لوړ پوړي پلاوي د هلمند د پوهنې په بهيرکې د ستونزو د حل په موخه دغه ولایت ته سفر وکړ
د باختر آژانس د خبر له مخې:
د دغه پلاوي د سفر موخه د هملند په پوهنې رياست کې د مقرريو په ځانګړې توګه د مرستيالانو پر سر د کشمکشونو څرنګوالی، په ښوونځيو کې د اصلاحاتو راوستو او د استادانو د اضافه کارۍ څېړنه او ارزونه ده.
د هلمند والي حيات الله حيات ورغلي پلاوي ته د ښه راغلاست ترڅنګ وويل چې،د دغه ولايت په پوهنې کې زياتې ستونزې شتون لري چې د حل لپاره يې هر اړخيزو اصلاحاتو ته اړتيا ده.
حيات زياته کړه: ((يو له ستونزو چې په پوهنې رياست کې ورسره مخامخ دی، هغه د وزارت له خوا دوه کسانو ته د يوې دندې مکتوب ورکول او همدارنګه  ژر- ژر ګومارنې دي چې دغه رياست يې له پراخو ګډوډيو سره مخامخ کړی دی.))
والي دغه راز په هلمند کې د ښوونکو د تشکيلاتو  د زياتوالي، ظرفيت لوړولو او پر وخت د امتيازاتو په  ورکولو ټينګار وکړ.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته