خبرونهټولنه

په لوګر کې څه باندې ۴۰۰ بې وزلو کورنیو سره مرسته وشوه

 کابل / د ثور ۵ مه / باختر

د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت سرپرست مولوي خلیل الرحمن حقاني لوګر ولایت ته د یوه سفر په ترڅ کې پر څه باندې ۴۰۰ اړمنو کورنیو خوراکي توکي وویشل.

د باختر آژانس د سيمه ييز خبريال د خبرله مخې؛ د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت سرپرست وویل، چې د چین مرسته به د هېواد په ۳۴ ولایتونو کې پر اړمنو کسانو وویشل شي، چې پر هرې کورنۍ به پنځوس – پنځوس کیلو ګرامه وريجې وویشل شي.

هغه زیاته کړه: د لوګر خلک تر ټولو ډېر مستحق  دي او هڅې پیل شوي چې د لوګر په ولسوالیو کې هم پر اړمنو ورته مرستې ووېشل شي.

دا په داسې حال کې ده چې د کډوالو چارو وزیر له دې وړاندې هم یو شمېر نورو ولایتونو ته په سفرونو کې پر اړمنو کورنیو د چین مرسته شوې وریجې وېشلې وې.

ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته