کابل ، د غبرګولي ۷مه ، باختر
په لوګر کې له ۱۳ زره ۴۹۲ اړمنو کورنیو سره نغده مرسته وشوه.
پېښو ته د رسیدګۍ په چارو کې د دولت وزارت نن د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د لوګر ولایت له پېښو سره د مبارزې ریاست، د کووار (COAR) موسسې په همکارۍ، د دغه ولایت په مرکز او برکي برک او محمد آغې ولسوالیو کې پر ۱۳ زره او ۴۹۲ اړو کورنیو نغده مرسته وېشلې ده.
د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې؛ دا د مرستو دویمه دوره ده چې پر هرې کورنۍ ۷۵۰۰ افغانۍ ووېشل شوې.
د يادونې وړ ده چې د بشري مرستو د وېش لړۍ په ټول هېواد کې دوام لري، خو د هېواد خلک له ملي او بین المللي مرستندویو بنسټونو څخه غواړي چې د دغو مرستو په وېشلو کې دې شفافیت او عدالت په پام کې ونیول شي.
وهاج