خبرونهټولنه

په لوګر کې څه د پاسه ۱۶ زره کورنیو ته د څښاک اوبه برابرېږي

کابل، د غبرګولي ۲۴مه، باختر

د لوګر ولایت په مرکز، څرخ او بره کي برک ولسوالیو کې د اوبو رسولو د دریو شبکو په ترمیم سره به څه د پاسه ۱۶ زرو کورنیو ته د څښاک اوبه برابرې شي. د دغو شبکو د ترمیم چارې پرون پيل شوې دي.

د لوګر د کليو د بيا رغونې او پراختيا رياست مطبوعاتي مسوول صبغت الله نايب خېل د باختر آژانس خبريال ته وويل، چې دغه پروژه د کليو د بيا جوړولو او پراختيا رياست تر چتر لاندې د ډاکار موسسې له لوري  تطبيقيږي او د راتلونکو دوو مياشتو په بهير کې به یې کار بشپړ شي.

د يادونې وړ ده، چې د يادې پروژې په بشپړېدو سره به په مرکز، څرخ او بره کي برک ولسواليو کې ۱۶زره او ۴۰۰ سوه کورنیو ته د څښاک اوبه برابرې شي.

ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته