خبرونهښوونه او روزنه

په لوګر کې ۱۴۲ نوي سيمه ييز ټولګي پرانيستل شوي دي

 کابل، د غوايي ۱۷ مه ، باختر

په لوګر کې د ۱۴۲ نویو سيمه ييزو ټولګيو په جوړولو سره زرګونو ماشومانو ته د زده کړو زمينه برابره شوې ده.

ياد سيمه ييز ټولګي د پوهنې رياست په پرله پسې هلو ځلو د IRC په نوم يوې مرستندويه مٶسسې جوړ کړي، چې تر نهو مياشتو به دوام وکړي.

د جوړ شويو سيمه ييزو ټولګيو له ډلې؛ ۳۰ په مرکز پل علم ، ۳۵ په بره کي برک، ۳۵ په خروار، ۱۳ په خوښۍ او پاتې ۲۹ نور په محمدآغې ولسواليو کې جوړ شوي دي.

د دغو سيمه ييزو ټولګيو په جوړولو سره ۵ زرو هغو ماشومانو ته چې تر اوسه په ښوونځيو کې نه دي شامل شوي، د زده کړې زمينه برابره شوې ده.

په جوړ شويو سيمه ييزو ټولګيو کې ماشومانو ته د ښوونځيو په څېر د پوهنې وزارت ښوونيز نصاب تدريس کيږي، چې اول، دویم او درېيم ټولګي لري.

د لوګر د پوهنې ریيس مولوي جنت ګل عزيز وايي، چې دغه سيمه ييز ټولګي يې ماشومانو ته د زده کړو د لاس رسي په موخه فعال کړي دي.

هغه زياته کړه، چې تر دې مخکې يې هم د يونيسف موسسې په مالي ملاتړ او د ودان موسسې په همکارۍ شاوخوا ۱۳ زرو نورو ماشومانو ته ۴۰۰ سيمه ییز ټولګي پرانيستي دي.

د يادونې وړ ده؛ چې په لوګر کې دا مهال د نجونو او هلکانو ۲۶۲ ښوونځي شتون لري چې له ۱۵۰ زرو زيات زده کوونکي په کې پر زده کړو بوخت دي.

ن/ر

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته