امنیت

په مزار شريف ښار کې ورانکارو ډلو ته ځاى نشته

کابل/د تلې ٢٤مه /باختر
د بلخ امنيتي مسوولين وايي چې په دغه ولايت د لښکر منصوري امنيتي ځواکونه ډاډ ورکوي چې نور په مزارشريف ښار کې غلو او ورانکارډلو ته ځاى نشته.
د بلخ د امنيې قوماندانۍ د امنيت آمر عبدالحي عابد د باختراژانس سيمه ييز خبريال ته وويل چې له څو ورځو راپديخوا د لښکرمنصوري ځواکونه چې په پرمختللو پوځي تجهيزاتوسمبال دي او ځانګړي پوځي زده کړې يې کړي دي د مزارشريف ښارد امنيت د تامينولو په خاطر دغه ښار ته راغلي دي.
هغه زياته کړه، دغه پوځيان د مزارشريف ښار په ناحيو اود ښار په شاوخوا سيموکې ٢٤ ساعته د کزمې په حال کې دي .
عابد د مزارشريف د ښارخلکوته ډاډ ورکوي په هغوسيموکې چې ورانکارو ډلې اوغله خلکوته ستونزه رامنځته کړي ډېر ژر نيول کېږي.
هغه زياته کړه ، د اسلامي امارت له برياليتوب څخه تراوسه پورې١٧٦تنه دغلا، انسان تښتونې او د نورو جنايي جرمونو په تور نيول شوي دي.
عابد د مزارشريف ښار له خلکو وغوښتل چې له امنيتي ځواکونوسره همکاري وکړي چې دخلکوامنيت تامين شي.
ختم-ج-ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته