سیاستخبرونهفرهنګTOP

په ملي کچه د افغاني محصولاتو نندارتون جوړېږي

کابل، د ثور ۳۱ مه، باختر
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معین او د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد او د هنر او فرهنګ معین مولوي عتیق الله عزیزي د افغانستان د سوداګرو د اتحادیې له ګڼ شمیر غړو او استازو سره وکتل.
په دې کتنه کې په نږدې راتلونکي کې په ملي کچه د افغاني محصولاتو او تولیداتو پر جوړیدونکي نندارتون مفصلي خبرې وشوې.
د افغانستان د سوداګرو د ملي اتحادیې رئیس محمدباز غیرت د سوداګرو په استازیتوب وویل چې دوی کوښښ کوي چې په هېواد کې شته اقتصادي ستونزې له اسلامی امارت سره په همکارۍ حل کړي او د افغاني محصولاتو په برخه کې خپلو هېوادوالو ته وړخدمات وړاندې کړي. غیرت زیاته کړه، دا چې اسلامي امارت افغاني تولید ته اهمیت ورکوي، دا خپله د اسلامي امارت د ښې تګلارې ثبوت وړاندې کوي.
په کتنه کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو او د فرهنګ او هنر معینانو هم په خپل وار سره خبرې وکړې او د ملي تجارانو له همت، مینې او ښو نظرونو څخه یې قدرداني وکړه.
د فرهنګ او هنر معین مولوي عتیق الله عزیزي وویل چې په نږدې راتلونکي کې به په ملي کچه په هېواد کې یو نندارتون جوړ شي چې د هېواد مختلف محصولات به په کې نندارې ته وړاندې شي.
د اسلامي امارت ویاند او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معین ذبیح الله مجاهد وویل چې هېواد ملي سوداګرو ته ډېره اړتیا لري او تجاران د هېواد لویه هستي ګڼل کېږي. هغه وویل چې اسلامي امارت د هېواد ټولو پانګه والو ته د هر ډول همکارۍ ډاډ ورکوي. مجاهد پر ملي او نړېوالو پانګه والو غږ وکړ چې په افغانستان کې پانګونه وکړي.
ن/ر

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته