امنیت

په افغانستان کې دناتو ددريو عسکرو وژل کيدل .

په افغانستان کې  دناتو ددريو عسکرو وژل کيدل .

 ١ – کابل باختر  د ثور اتمه

 دناتو دري عسکر پرون په افغانستان کې ووژل شول .

 دغه عسکر چې هويت يې نه دي څرګندشوي ، دافغانستان  په جنوب په کندهار ولايت کې په يوه  چاودنه کې وژل شوي دي .

  ناتو  باختر اژانس ته ديوې خبرپاڼې په ليږلو سره ددغو  عسکرو وژل کيدل تاييد کړي  ، خو دقربانيانو د هويت او د پيښې  د دقيق ځاى په باب څه نه دي ويل شوي .

 داپه داسي حال کې  ده  چې دناتو يو بل عسکر هم پرون  دملي اردو ديو عسکر  په ډزو سره وژل شوى دى .

 ددغو عسکرو  په وژل کيدو سره په روان ميلادي  کال  کې دناتو د پوځيانو دسرزيان يو سلو ديرشو تنو ته ورسيد .

  ختم_  ب _ اکرم

 

 

 

٢-کابل باختر  د ثور اتمه

 يو سړى  چې ويل کيږي  دملي اردو جامي يې درلودي  پرون دناتو يو عسکر په ډزو سره وواژه .

  درارسيدلو  خبرونو له مخې ،  دغه پيښه  پرون سهار دافغانستان په جنوب کې په يوه پوځې اډه کې  رامنځته شوه .

 ناتو  باختر اژانس ته ديوې خبرپاڼې  په ليږلو سره  دغه پيښه تاييد کړه خو دوژل شوى عسکر دهويت  او دپيښې  د دقيق ځاى  په باب  څه نه دي ويل شوي .

 دناتو دخبرپاڼې  دمعلوماتو له مخې دغه سړى په داسي حال کې  چې دافغان ملي  اردو جامي يي  درلودي ، دناتو په عسکرو ډزي وکړي چې له امله يي يو بهرني  پوځې ووژل شو .

  خبرپاڼه  زياتوي يرغلګر  سړى دناتو دعسکرو  په متقابلو  په ډزو سره ووژ ل شو .

  ناتو وايي  افغان سيمه ئيزو چارواکو ددغې پيښې دانګيزې  په باب څيړنې پيل کړي دي .

  ختم_ ب _ اکرم

 

 

 

دزابل  شهر صفا ته دطالبانو د تش په نامه  ولسوال ورور  ونيول شو .

٣- کابل باختر  د ثور اتمه

  دزابل ولايت  شهر صفا ولسوالۍ لپاره دوسله والو طالبانو دتش په نامه  ولسوال ورور نن له يوه همکارسره ونيول شو .

   درارسيدلو  خبرونو له مخې  دغه سړى دافغان او ناتو دځواکونو په ګډو عملياتوکې دشهر صفا ولسوالۍ  اړوند دکوترزو په سيمه کې  نيول شوي دى .

   دزابل ولايت دشهر صفا ولسوال شادي خان باختر اژانس ته  وويل  نيول شويو کسانو دشهر صفا  ولسوالۍ په نااراميو کې  رول درلود.

  ده وويل  يو تن نيول شوى سړى  دشهر صفا ولسوالۍ  ته د تش په نامه  ولسوال دملا سردار محمد ورور دي .

  دشهر صفا  ولسوال وايي  ددغو کسانو  دنيولو په وخت کې  نښته نه ده شوي .

   له بلي خوا ناتو او دطالبانو  ډلې ددغو کسانو نيول تاييد کړي دي .

  ختم_ ب _ اکرم

 

 

 په وردګو کې  اوو تنو ته مرګ  ژوبله واوښته .

٤- کابل باختر  د ثور اتمه

  په ميدان وردګو ولايت کې په يوه کور دهاوان  دلګيدو له امله  درې تنه ښځي ووژل شوې او څلور تنه نور ې يي ټپيانې شوې  .

 ويل کيږي  چې دغه ښځي  ديوې کورنې دې .

 دغه پيښه پرون له غرمې وروسته  دچک  ددراني خيلو په سيمه کې  له هغي وروسته وشوه چې دسيمې ديو تن اوسيدونکى  شاه ولي  په کور هاوان ولګيد .

  درارسيدلو  خبرونو له مخې دغه هاوان دناتو د ځواکونو  او وسله والو  طالبان ترمنځ  دنښتې په بهير کې  په ښکاره په تيروتني سره په کور لګيدلي دي .

  دچک ولسوال  محمد اسمعيل  وفا باختر اژانس  ته وويل  لاتراوسه پورې څرګنده نه ده  چې دغه هاوان دناتو دځواکونو اويا دوسله والوطالبانو له خوا توغول شوي خو ددريو ښځو وژل کيدل او دڅلورو نورو ټپي کيدل يي تاييد کړل

  دچک ولسوال وايي  ټپي شوي ښځي دملي اردو دځواکونو له خوا ددرملنې لپاره کابل ته ليږدول شوي دي .

 له بلي خوا دميدان وردګو والي محمد حليم فدايي له باختر اژانس ته سره په اړيکه کې وويل هغوي ددغې  موضوع د څيړنې لپاره سيمې ته يو هئيت استولي دي .

 دميدان وردګو والي وايي دملکي وګړو په تيره بيا دښځو وژل دهري ډلې له خوا چې وي ، يو غير انساني عمل دي .

  ختم_ ب _ اکرم

 

 په هلمند کې دامنيتي  چارواکو ستايل .

٥-کابل باختر  د ثور اتمه

  دهلمند  ولايت  دسنګين ولسوالۍ ځينې امنيتي ځواکونو پرون دسيمه ئيزو مقاماتو له خوا وستايل شول .

  دغه کسان چې دملي امنيت ځينې افسران سرتيري او کارکوونکي دي ويل کيږي چې هغوي دسنګين ولسوالۍ دامنيې  قوماندانۍ  په ودانۍ  دوسله والو طالبانو د تروريستي بريدونو په بهير کې وړتيا او ميړانه ښودلي وه .

  څه موده مخکې څلور تنه ځانمرګي يرغلګر  په ډزوسره ددغي ولسوالۍ دامنيې قوماندانۍ ودانۍ ته ننوتل .

   په دې پيښه کې دسنګين ولسوالۍ دامنيه قوماندان  په ګډون پنځلسو تنو امنيتي ځواکونو ته مرګ ژوبله  واوښته .

 دهلمند والي ګلاب منګل  ددغو امنيتي ځواکونو دستايلو په مراسمو کې دهغوي دميړانې او زړورتيا  له امله مننه وکړه . او له هغوي څخه يي وغوښتل چې دافغانستان دامنيت  دتامينولو او دفاع لپاره زياتي هلې ځلې وکړې .   ختم_  ب _ اکرم           ‏10:38:48 ص

 

 

 

 

٦-کابل باختر  د ثور اتمه

 دمجاهدينو دبرياليتوب  دکاليزې په مناسبت دافغانستان دعالمانو دسرتاسري شورا دمبارکي پيغام .

  نن دغوايي دمياشتې اتمه ، دافغانستان دمسلمان اوپر ازادي  مين ملت دبرحق  جهاد دبرياليتوب او د کمونستانو د وحشي او سفاک  رژيم دنسکوريدو له ورځې  سره  برابره ده .

 دهغه ملحد اوبي دينه  رژيم  دراپرځيدو ورځ چې د ١٣٥٧ هجري لمريز کال دغوايي  په اوومه نيټه يې د وخت دشوروي اتحاد په لارښوونه دسردار محمد داوود دحکومت پرضد خونړۍ کودتا وکړه هغه او د هغه دکورنۍ ماشومان او ښځي يې په بي رحمانه ډول ووژل او دقدرت دغه وږي او عقده من دهريان د واک پر ګډۍ کيناستل  ، کمونستانو چې لادمخه يي دافغانستان دمسلمانو وګړو او ډلو لستونه جوړ کړې  وو دديني عالمانو روحانيونو  مشايخو د پوهنتونو او مدرسو داستادانو ، انجنيرانو ،  ډاکترانو ، محصلينو  قضاتو ، داردو او پوليسو دصاحب منصبانو ، قومې مشرانو ، ملي سوداګرو اومخورو سپين ږيرو په نيولو بندي کولو او ډله ئيزو وژنو لاس پورې کړ او دمظلومانو  د وينو له تويولو څخه يي خوند اخيست او شعار يي داو چې موږ ته يوازي هغه خلک په کار دي چې زموږ مفکوره ومني  اوکوم خلک چې  زموږ  مفکوره نه مني هغوي ټول زموږ دښمنان دي .

 دوي چې له مادياتو پرته يې په هيڅ شي عقيده نه درلوده په دې نه پوهيدل چې مسلمان دسراو مال قربانيو او دهر ډول تعذيبونو  اوکړاوونو  زغملو ته  حاضريږي خو اسلام پريښودل په هيڅ شان نشي منلاي .

 ددوي له ذهن نه دافغانستان دمسلمان ملت تاريخ هم هير شوي و چې دغه ميړني ملت دتاريخ په اوږدوکې دهيڅ ښکيلا کګر په وړاندې دغلامي سرنه دي ټيټ کړي .

  له همدي امله  کمونستان له هغه څه سره مخامخ شول چې په تصور کې يې هم نه ورګرځيدل او هغه داچې  دافغانستان مسلمان ملت  سرتاسري پاڅون وکړ او په جهاد يې لاس پورې کړ .

  شوروي  زبرځواک  دخپلو مزدورانو  دملاتړ او په بي شرمانه توګه دازاد افغانستان د اشغال لپاره په مدرنو وسلو سمبال ، سره پوځونه دافغانستان خاوري ته راننويستل چې په دې کار سره زموږ دمسلمانو خلکو کرکه او غوسه لاپسي زياته او دقربانۍ ولولې يې لاپسې څپانده شوې له پنځو مليونو زياتو خلکو خپل کورونه او جايدادونه پريښودل  هجرت يې وکړ او په هيواد کې پاتي مسلمانانو  دمجاهدينو خدمتونو ته ملاوې وتړلې .

 په دې سترجهادکې له يو نيم مليون څخه زيات نارينه ، ښځي او ماشومان شهيدان شول ، په لکونو نور معيوب  اومعلول شول په لکون ښځي کونډي او لکونو ماشومان يتيمان شول .

 کورونه وران ويجاړ اوکروندې اوباغونه  په شاړو او سپيرو ډاکونو بدل شول خو دي ټولو پيښو ته يواځې زمونږ دخلکو حوصلې ماتې نه کړې بلکې دجهاد ځپې ورځې تر بلي  څپانده  شوې تر څو چې دالله تعالى په مرسته په پايله کې سرو پوځونو اوکمونست  مزدور رژيم له شرمه ډکه  ماتې  وخوړله  او شل کاله دمخه د  ١٣٧١ هجري لمريز کال  دغوايي په اتمه نيټه مجاهدين  بريالي او په ګران افغانستان کې داسلام  او ازادي بيرغ رپانده شو .

  دافغانستان ستر جهاد دنړۍ د محکومو ولسونو دازادي ښه مدرسه شوه  او دنړۍ په نقشه کې  دتل لپاره دشوروي اتحاد نوم ورک شو

 دانه هيريدونکې  تاريخي ورځ دې ټول مجاهد او شهيد پال ملت ته مبارکه وي .

  ختم_ ب _ اکرم

 

 

 په ميدا ن ورګو  کې په وروستيو  نښتو کې اوو تنو طالبانو ته مرګ ژوبله واوښته .

٧ -کابل باختر  د ثور اتمه

  په ميدان وردکو  ولايت کې دافغان ځواکونو په ګډو عملياتو کې څلور تنه وسله وال طالبان ووژل شول او درې تنه نور يي ټپيان شول .

 درارسيدلو  خبرونو له مخې دغه نښته جمعي په شپه له هغي وروسته وشوه چې دوسله والوطالبانو يو سيمه ئيز قوماندان مولوى امين الله غوښتل په نرخ ولسوالۍ او ميدان ښار کې دشاه کابل اوزمان خيلو په سيمو کې په واټ کې ماينونه کيږدي .

 په ميدان وردګو ولايت کې دملي اردو ددويم کندک قوماندان دګرمن  حميد الله باختر اژانس ته وويل ددغو عملياتو اونښتي  په بهير کې  څلور تنه وسله وال طالبان وژل شوي  او درې تنه نور  ټپيان شوي دي .

 ده وويل ددغې نښتې  په پاى کې  دوسله والوطالبانو يوه اندازه جنګي وسايل هم ترلاسه شوي دي .

  ختم_ ب _ اکرم

 

 

 

 

 

                                              ‏

 يو ماين  ايښودونکى ونيول شول .

٨-کابل باختر  د ثور اتمه

  دکندهار ولايت دسرحدي پوليسو منسوبينو پرون يو ماين ايښودونکي له اوو ماينونو سره ونيوه .

 دکورنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر باختر اژانس ته وويل دعبدالحق په نامه نيول شوى سړى ددغه ولايت دسپين بولدک  ولسوالۍ په مربوطاتو کې نيول شوى  چې له ده څخه  دوسايطو  ضد اووه ماينونه هم ترلاسه شوي دي .

  ختم_ ب _ اکرم

 

 شپږ تنه دجنايي جرمونو په تور ونيول شول .

٩-کابل باختر  د ثور اتمه

  دکابل  د ١٠١  اسمايي زون دقوماندانۍ پوليسو پرون شپږ تنه دجنايي جرمونو په تور ونيول .

  دکورنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر باختر اژانس ته خبر ورکړ په نيول شويو کسانو دنشه يي توکو او الکولي مشروباتو دپلورلو او غلا په ګډون دجنايي جرمونو تور لګول شوي چې د پوليسو له خوا دکابل ښار په دويمه ، څلورمه او شپاړسمه  امنيتي حوزو کې  نيول شوي دي .

  ختم_  ب _ اکرم

 

 

 

 

 

 

 په کندهار کې داتو تنو وسله والو طالبانو وژل کيدل .

١٠-کابل باختر  د ثور اتمه

په کندهار ولايت کې په يوه  نښته کې اته تنه وسله وال طالبان ووژل شول .

  درارسيدلو خبرونو له مخې  دغه نښته پرون په کوه هډه سيمه کې له هغي وروسته  وشوه چې يوې ډلې وسله والو طالبانو په يوې امنيتي پوستي بريد وکړ .

 دکندهار ولايت درسنيو مسوول جاويد فيصل  باختر اژانس ته وويل په دغي نښته کې اته تنه وسله وال طالبان ووژل شول  خو افغان ځواکونو ته کوم زيان  نه دي رسيدلي .

 ده څرګنده کړه په دغي نښته کې دوسله والو طالبانو يوه اندازه جنګي وسايل هم ترلاسه شوي دي .

  ختم_ ب _ اکرم

 

 

 دنيول  شويو عسکرو دازادولو لپاره .

١١-کابل باختر  د ثور اتمه

 دبدخشان ولايت سيمه ئيز چارواکي  وايي دوسله والو طالبانو له خوا يي دنيول شويو پوليسو سرتيرو دازادولو لپاره ستر عمليات پيل کړي دي .

 د پنجشنبي په ورځ وسله والو طالبانو دبدخشان ولايت  دورد وج ولسوالي اړوند په باشين سيمه کي په يوي سيمه ئيزي امنيتي پوستي  باندي په بريدکۍ  څلور تنه افغان سرتيري ووژل او شپاړس تنه نور يي له ځان سره بوتلل .

 درارسيدلو خبرونوله مخې ددغي امنيتي پوستي ځيني سرتيري  دبريد په وخت کې په تيښته بريالي شوي دي خو وسله والو طالبانو دهغوي يو اندازه  جنګي وسايل  وړي او موټرونه  يي هم له ځان سره بيولي دي .

 دبدخشان دوالي مرستيال  شمس الرحمن  شمس وايي دوسله والو طالبانو له منګولو څخه يي ددغوسرتيرو دازادولو لپاره دپلټني ستر عمليات پيل کړي دي .

  ده وويل هغوي به ډير ژر دغه سرتيري دطالبانو له بند څخه ازاد کړي .

  ختم_ ب _ اکرم

 

                  ‏11:46:22 ص

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

دوه تنه وسله وال طالبان  ووژل شول .

 ١٢-کابل باختر  د ثور اتمه

  ملي پوليسو پرون دهيواد په ځينو ولايتونوکې په څو ګډو عملياتو کې دوه تنه وسله وال طالبان ووژل  او  شپږ تنه نور يي ونيول .

 دکورنيو چارووزارت  مطبوعاتي دفتر باختر اژانس ته وويل ملي پوليسو له ملي اردو او ائتلاف ځواکونوسره په همکاري  کې په شپږو هغو ګډو تصفيوي عملياتو کې چې دنورستان ، سرپل ، کندهار ، هلمند  ، زابل  او ميدان وردګو ولايتونو په مربوطاتو کې يي ترسره کړل  دوه تنه وسله وال طالبان ووژل او شپږ تنه نور يي ونيول .

  خبرحاى زياته کړه په دغو عملياتو کې شپږ ميله ډول ډول وسلې دوه مخابرې ، ددرندو وسلو  ٢٨ ګولۍ ، دسپکو وسلو څلور سوه نولس ګولۍ ، دوسايطو ضد دوه ماينونه ، پنځه لاسي بمونه  ، لس کيلوګرامه نشه يي توکي اوڅلور موټرسايکلونه هم دملي پوليسو لاس ته ورغلي دي .

  ختم _  ب  _اکرم

 

 

 د قرطاسيي  مرسته وشوه .

١٣-کابل باختر  د ثور اتمه

  دملګروملتو دماشومانو نړيوال صندوق  دلوګر ولايت دپوهنې له زده کوونکو سره دقرطاسيي  مرسته وکړه .

  دباختر اژانس  دخبرله مخې په دې  مرسته کې دوه زره څلور سوه  پنځه نوى انډيه  قرطاسيه  اوڅه دپاسه شل زره لاسي بکسونه  شامل دي .

  دغه مرسته دلوګر ولايت دښوونځيو له لومړۍ ټولګي  څخه تر دريم ټولګي پورې په زيات شمير زده کوونکو وويشل شوه .

  دلوګر ولايت  دپوهنې چارواکو دملګروملتونو دسازمان دماشومانو د نړيوال صندوق  ددغې  مرستي له امله دقدردانۍ په ترڅ کې  له پوهنې سره ددغه سازمان دزياتو همکاريو غوښتنه وکړه .

  ختم_ ب _ اکرم

 

 

 په پکتيا کې دسيلاونو له امله  په لسګونوخلک  بي کوره شول .

١٤-کابل باختر  د ثور اتمه

په پکتيا ولايت کې تيره شپه  د سيلاونو دراوتلو له امله  په لسګونو کسان بي کوره شول .

 دلومړنيو خبرونو له مخې  ددغه سيلاونو له امله  چې  داريوب ځاځيو او څکمنيو په ولسواليوکې راوتلي  څوارلس کورونه  دکرنې په سلګونه جريبه ځمکه  او دخلکو بڼونه  ويجاړ شوي او څه ناڅه  څوارلس څاروي هم له منځه تللي دي .

د  سيمه ئيزو چارواکو  د څرګندونو له مخې  ددغه سيلاونو له امله  دسرزيان نه دي اوښتي .

 دپکتيا ولايت له طبيعي پيښو سره دمبارزي رييس  ډاکتر سيد علي شاه موسوي  باختر اژانس ته وويل چې ددغه سيلاونه  له امله  دسيمې  په لسګونه تنه اوسيدونکي  ددغه ولايت  نورو سيمو ته  پناه  وړي ده .

  ويل کيږي  چې اوس  دغه سيلاونه کم شوي  خو  هغه کورنۍ چې ددغه سيلاونو په  تګلاره کې  کورونه لري له خپلو کورونو څخه  وتلو ته  اړ شوي دي .

  داريوب ځاځيو  دولسوالۍ  يو تن اوسيدونکى  فاروق  باختر اژانس ته وويل  چې لاتراوسه پورې دخلکو دژغورنې او په هغوي باندې  دمرستي دويشلو هيڅ ډول همکاري  نه ده شوي .

 ده له دولت او مرسته رسوونکو مرکزونو څخه  وغوښتل  چې ډير ژر له مصيبت ځپلو سره  مرسته وکړي .

 په لنډ مهاله توګه د کور برابرول او د خيمو ويشل دخوراکي توکو  د څښاک داوبو ، دکاليو او درملو برابرول ددغوسيلاونو دمصيبت ځپلو له لومړنيو اړتياو  څخه شميرل کيږي .

 له بلي خوا  دپکتيا ولايت  له پيښو سره  دمبارزي داداري رييس  وايي  چې  دهغوي د څيړنې ټيمونه  سيمې ته  استول شوي دي او دهغوي  له څيړنې وروسته به په مصيبت ځپلو دمرستي توکي وويشل شي .

  ختم_ ب _ اکرم

 

 

 

 

 په ننګرهار کې  دنهو وسله والوطالبانو   وژل کيدل .

١٥-کابل باختر  د ثور اتمه

   نهه تنه  وسله وال طالبان   په ننګرهار ولايت کې دملي اردو او ناتو له  ځواکونوسره په نښته کې ووژل شول .

 په دې نښته کې يو تن بل وسله وال طالب هم نيول شوى دى  .

 دغه پيښه پرون له هغي وروسته  وشوه چې يوې ډلې وسله والوطالبانو د ننګرهار ، کونړ  په لاره کې  دافغان او ناتو ځواکونو په کاروان بريد وکړ .

 دننګرهار دوالي ويندوى احمد ضيا عبدالزي  باختر اژانس ته وويل په دې يو ساعته نښته کې نهه تنه وسله وال طالبان ووژل شول او يو تن بل يي نيول شوى دى .

 دننګرهار دويندوى د څرګندونو له مخې په دې  نښته کې دطالبانو يوه اندازه جنګي وسايل هم دافغان او ناتو دځواکونو لاس ته ورغلي دي .

 دي وايي په دې نښته کې دافغان او ناتو  ځواکونو اوملکي وګړو ته کوم زيان نه دي رسيدلي .

 ختم _ب _ اکرم

 

                                  ‏12:18:55 م

 

 

 

 

 

 

کابل باختر  د ثور اتمه

 دناتو دري عسکر پرون په افغانستان کې ووژل شول .

 دغه عسکر چې هويت يې نه دي څرګندشوي ، دافغانستان  په جنوب په کندهار ولايت کې په يوه  چاودنه کې وژل شوي دي .

  ناتو  باختر اژانس ته ديوې خبرپاڼې په ليږلو سره ددغو  عسکرو وژل کيدل تاييد کړي  ، خو دقربانيانو د هويت او د پيښې  د دقيق ځاى په باب څه نه دي ويل شوي .

 داپه داسي حال کې  ده  چې دناتو يو بل عسکر هم پرون  دملي اردو ديو عسکر  په ډزو سره وژل شوى دى .

 ددغو عسکرو  په وژل کيدو سره په روان ميلادي  کال  کې دناتو د پوځيانو دسرزيان يو سلو ديرشو تنو ته ورسيد .

 

 

 

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته