امنیت

په ميدان وردګوکې دملکي وګړو دتلفاتو په باب متفاوت رپوټونه

کابل باختر دوري دمياشتې ١١ نيټه :
د ميدان وردګو په ولايت کې په پوځي عملياتوکې  درې تنه  ووژل شول اودرې  تنه نور ټپيان شول.
د ميدان  وردګو د والي وياند عبدالرحمن منګل  باختر  آژانس ته وويل ؛  چې دغه ځانګړي عمليات په سيدآباد ولسوالۍکې د وسله والو طالبانو ديوه سيمه ييز قوماندان په کورتر سره  شوي چې په ترڅ کې يې درې تنه ډاراچوونکي  وژل شوي او درې تنه نور ټپيان شوي دي.
منګل په دغو پوځي عملياتو کې يوازې ددرېو تنو ملکي وګړو ټپي کيدل تائيد کړل.
خو دسيمې يوشمېر اوسيدونکي وايي په دغو پوځي عملياتو کې درې تنه ملکي وګړي ووژل شول او درې تنه نورټپيان شول. دوى وويل په دغو عملياتو کې د سيمې د خلکو څوکورونه  هم ويجاړ شوي دي. پاى جذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته