امنیت

په ميدان وردګوکې د راکټي بريد له امله دوه تنه ووژل شول

کابل – باختر د زمري دمياشتې ٩
په ميدان وردګو ولايت کې د طالبانو د راکټي بريد له امله دوه تنه ملکي وګړي ووژل شول او څلور تنه نور ټپيان شول.
دغه پيښه تېره شپه هغه وخت رامنځته شوه چې طالبان په دايميرداد ولسوالۍ کې د استوګنې په يوه سيمه راکټي بريد وکړ.
د ميدان وردګو ولايت وياند عطا الله خوږياڼي باختر آژانس ته وويل چې د طالبانو د دغه راکټي بريد له امله دوه تنه ملکي وګړي ووژل شوي او د دوو ماشومانو او يوې ښځې په ګډون څلور تنه نور ټپيان شوي دي.
په همدې حال کې د ميدان وردګو ولايت د يوه روغتون ډاکترانو د دغې پيښې ديو ټپي ماشوم روغتيايي حالت خراب بللى دى.
طالبانو تر اوسه پورې په دې اړوند څه نه دي ويلي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته