امنیت

په ننګرهارکې سرحدي پولیسو درې تنه ترهګر طالبان ونیول

کابل_باختر د تلې د مياشتې ٥ مه
په ننګرهار ولایت کې سرحدي پولیسو هغه درې تنه ترهګرطالبان نیولي، چې د ترهګریزو کړنو په موخه له ډیورنډ کرښې دې خوا را اوښتي وو.
د ننګرهار ولایت سرحدي پولیسو له لوري د مومندرې ولسوالۍ اړوند د شهید موړ په سیمه کې هغه ۳ تنه ترهګر طالبان چې د ترهګریزو او ورانکارو عملونو د ترسره کولو په موخه د ډيورنډ کرښې څخه دې خواته ر اوښتي وو، له یو شمېر جنګي تجهیزاتو سره یو ځای نیول شوي دي.
نیول شويو ترهګرو په خپلو کړنو اعتراف کړی او د لا نورو پوښتنو لپاره اړوندو عدلي ارګانونو ته سپارل شوي دي.#

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته