خبرونهاقتصاد

په میدان وردګو کې د صنعتي پارک د جوړېدو چارې پیل شوې

– کابل، د ثور ۲۲ مه، باختر

د میدان وردګو د مرکز میدان ښار په تخت کوتل سیمه کې په ۲۰۰ جریبه ځمکه کې د صنعتي پارک جوړولو چارې پیل شوې.

چارواکي وايي چې په دغه صنعتي پارک کې به شاوخوا ۷۰ بېلا بېلې تولیدي فابریکې جوړې شي چې ورسره سم به زرګونو کسانو ته د کار زمینه هم برابره شي.

د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي د یاد پارک د بنسټ ډبرې کېښودو پر مهال ویلي چې د هېواد پر ځان بسیاېینې لپاره د کورنیو تولیداتو په زیاتوالي کار کوي او په همدې موخه د صنعتکارانو د لاسنیوي لپاره د صنعتي پارکونو جوړولو پلان لري، چې پیل یې له میدان وردګو وکړ. هغه له بهر مېشتو افغان سوداګرو غوښتنه وکړه، چې په هېواد  کې پانګونه وکړي.

په همدې حال کې د اسلامي امارت د ویاند مرستیال انعام الله سمنګاني وویل، چې د هېواد د ناخالصو توکو د استخراج او پروسس لپاره له بېلابیلو کورنیو او بهرنیو شرکتونو سره مسلسلې ناستې لري، چې په نږدې راتلونکې کې به یې عملي چارې پيل شي.

په ورته وخت کې د میدان وردګ والي حافظ محمد امین عمري سوداګرو ته د هر راز مرستې ډاډ ورکړ او زیاته یې کړه، چې میدان وردګو ولایت په زیاتو برخو کې ډېر خام مواد لري او دا د صنعت کارانو لپاره یو ښه فرصت دی چې ګټه ترې واخلي.

په همدې حال کې د میدان وردګو مرستیال والي شیخ شیراحمد حقاني د صنعتي پارک جوړول او صنعت کارانو ته د ځمکو ویش یو نیک او پر وخت اقدام وباله.

هغه وویل، چې اسلامي امارت ژمن دی چې د سوداګرو او خلکو لپاره د کار زمینه برابره کړي.

نوموړي وویل چې ولایتي اداره په پلان کې لري چې ۱۵۰ جریبه نوره ځمکه هم پانګه والو ته د پانګې اچوونې په موخه ځانګړې کړي.

د سوداګرۍ خونې رییس رحیم الله سمندر وویل چې لاهم سوداګر له بېلابېلو ستونزو سره مخ دي. ښاغلي سمندر له چارواکو غوښتنه وکړه، چې د سوداګرو ستونزو ته رسېدنه وکړي.

د تخت کوتل د صنعتي پارک مشر انجنیر سید عبدالعزیز قریشي وویل، چې په یاد صنعتي پارک کې به په زرګونو  کسانو ته په مستقیم او غیر مستقیم ډول د کار زمینه برابره شي.

دا په داسې حال کې ده چې اسلامي امارت هڅې پيل کړي چې پر ځان بسیاېینې لپاره په بېلابېلو برخو کې نړېوالو او کورنیو پانګه والو ته د پانګې اچونې زمینه برابره کړي چې له مخې یې زرګونو بې روزګاره کسانو ته د کار زمینه برابره شي.

ن/ر

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته