خبرونهامنیت

په میدان وردګو کې د نشه يي توکو د تولید فابریکه کشف شوې ده

کابل، د غبرګولي ۸ مه، باختر

د میدان وردګو په سیداباد ولسوالۍ کې امنیتي ځواکونو د نشه يي توکو د تولید یوه فابریکه کشف کړې او په تړاو یې څلور تنه هم نیول شوي دي.

ځايي چارواکي وايي چې په کشف شوې فابریکه کې به له نمه ( یو ډول بوټی دی) څخه نشه يي توکي جوړېدل.

د سید آباد ولسوالۍ امنیه قومندان مولوي نقیب الله ذاکر باختر اژانس ته وویل، چې یاده کارخونه د دغې ولسوالۍ د اوتړیو د کلي په یوه کور کې کشف شوې، چې په تړاو یې ۴ تنه هم نیول شوي.

ذاکر زیاتوي چې له یادې فابریکې، ۱۲ بورۍ میده شوي نمه، په زیاته پیمانه تېزاب، ډیزل، چونه، مالګه، خالي بېلر او ګڼ شمېر نور توکي ترلاسه شوي دي.

نیول شویو کسانو په لومړنیو څېړنو کې ویلي چې له یادو توکو یې د ایف په نامه نشه يي توکي تولیدول، بیا به یې دغه تولید شوي توکي فراه ته لېږدول او په فراه کې به یې ترې له پروسس وروسته ښېښه او نور نشه يي توکي جوړول.

ن/ر

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته