خبرونهورزش

په میدان وردګو کې د ووشو سیالۍ پای ته ورسېدې

– کابل، د چنګاښ ۶ مه، باختر

په میدان وردګو کې د ووشو سیالۍ پای ته ورسېدې.

په دغو سیالیو کې د میدان وردګو، کابل او لوګر له ولایتونو څخه ۶۰ ورزشکارانو ګډون کړی و.

د میدان وردګو د ورزش ادارې مسوول ذبیح الله وهاج باختر آژانس ته وویل، چې دغه سیالۍ د ځوانانو ترمنځ د ورزش ودې او د دغه ورزش د غوره څېرو د ټاکنې په پار ترسره شوې وې.

په پای کې ممتازو ورزشکارانو ته جایزې ورکړل شوې.

ع

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته