ښوونه او روزنه

په میدان وردګو کې د یوې لیلیې چارې بشپړې شوې

کابل / د مرغومې ۲۷ مه / باختر
په مرکز میدان ښار کې د دولت له بودجې د ۴۶ میلیونو افغانیو په لګښت د یوې څلور پوړیزې لیلیې د رغولو چارې بشپړې شوې.
د میدان وردګو د پوهنې ریاست د معلوماتو له مخې؛ د یادې څلور پوړېزې ودانۍ چارې دوه کاله وړاندې پيل شوې وې. په وینا یې دغه ودانۍ ۵۲ خونې، یو جومات، یو خوړنځی او نورې ټولې اړینې اسانتیاوې لري.
ن/ر

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته