ټولنه

په میدان وردګو کې د یوې پروژې چارې بشپړې شوې

کابل/ د وري ۱۰مه/ باختر
د کلیود بیا رغونې او پراختیا وزارت د میدان وردګو د چک ولسوالۍ په کولک رشیدان سیمه کې د اوبو یو سربند جوړ کړ او ګټې اخیستنې ته یې وسپاره.
د میدان وردګو د کلیو د بیا رغونې او پراختیا ریاست مشر وايي چې یاد سربند د نږدې ۱۷ مېلیونو افغانیو په لګښت جوړ شوی چې ۲۳ متره اوږدوالی لري.
سرچینه زیاتوي چې له دغه سربند څخه به سلګونه جریبه کرنیزه ځمکه او بڼونه خړوب شي چې د سیمې د اوسېدونکو په اقتصادي وضعیت کې به د پام وړ مثبت بدلون رامنځته کړي.
پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته