کابل، د چنګاښ٢١مه، باختر
د ميدان وردګ په مرکز ميدان ښار او د دغه ولايت د سيدآباد، نرخ، جلريز او بهسودو په ولسواليو کې د وروستيو اورښتونو او د سېلاوونو د راوتلو له امله د دغه ولايت خلکو ته د سر زيان او زيات مالي زیانونه اوښتي دي.
د ميدان وردګو له طبيعي پېښو سره د مبارزې رئيس فيض الله جلال باختر اژانس ته وويل چې دا څلورم ځل دى چې په سيدآباد ولسوالۍ کې د سختو اورښتونو له امله سېلاوونه راوتلي او خلکو ته يې د سر زيان او مالي تاوانونه اړولي دي.
هغه زياته کړه د دغو سېلاوونو له امله یوه ښځه مړه او پنځه تنه نور ټپيان شوي دي.
د پېښې يوعيني شاهد باختر آژانس ته وويل چې د دغو سېلاوونو له امله د استوګنې يو شمېر کورونه او په سلګونو جريبه ځمکه او بڼونو حاصلات هم له منځه تللي دي.
\ ذ