کابل، د سلواغې ۳مه، باختر
د میدان وردګو ولایت د امنیې قومندانۍ د تروریزم پر وړاندې د مبارزې مدیریت له لوري په تېرو دوو میاشتو کې په مرکز او ولسوالیو کې نیول شوې ۵۶ میله سپکې او درنې وسلې د ډایاک معاونیت ته وسپارلې.
د یادې قومندانۍ د تروریزم پر وړاندې د مبارزې مدیر مولوي زمرک عبیده وویل چې په یادو وسلو کې یو راکټ، ۳ پیکا، ۳۶ کلاشینکوفونه، ۱۰ یولس ډزي او ۵ تومانچې شاملې دي
د یادو وسلو د سپارلو پرمهال د ډایاک معاون مولوي فضل الحق سنګر له هغو مجاهدینو، مسؤلینو او سوداګرو غوښتنه وکړه چې خپل زغروال موټر او وسلې دې د ډایاک معاونیت کې ثبت کړي.
همدا راز د یاد ولایت امنیه قوماندان الحاج مولوي عبدالقیوم هلال وویل چې په میدان وردګو کې امنیت په بشپړ ډول تامین دی او چاته به اجازه ورنه کړي، چې د ولس امنیت ته ګواښ پېښ کړي.
هغه له غیر مسؤله وسلوالو وغوښتل، چې له عفوې څخه ناوړه استفاده ونه کړي او خپلې وسلې اسلامي امارت ته تسلیم کړي.
51 1 دقیقه لوستل