خبرونهاقتصادټولنه

په میدان وردګو کې په سلګونوجریبه کرنیزې ځمکې د سېلاونوله خطرڅخه خوندي شوې

کابل / د چنګاښ ۲۶ / باختر

په میدان وردګوکې د یو استنادي دیوال په جوړېدوسره سلګونوجریبه کرنیزې ځمکې خوندي شوې.

دغه دیوال د بهسودو په لومړۍ برخې ولسوالۍ کې د یوسیند ترڅنګ جوړشو.

د کلیو د بیا رغاونې او پرمختیا وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولوسره ویلي دي چې د دغه دیوال په جوړېدو کې یومیلیونو۸۰۰ زره افغانۍ لګولي دي.

هیله کېږي ، د دغه دیوال په جوړېدوسره د بزګرانوڅه د پاسه ۴۰۰ جریبه کرنیزې ځمکې د سېلاونوله خطرڅخه خوندي شي.

دا په داسې حال کې دی چې کلونه کلونه کېږي د میدان وردګو په ځینو برخو کې سېلاونه د خلکو کرکیلې او کورونه ویجاړوي او زیاد زیانونه دوی ته رسوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته