خبرونهTOPروغتیارپوټونه

په میدان وردګو کې څه د پاسه ۳۰۰ غیر معیاري درملتونونه او روغتیايي مرکزونه وتړل شول

کابل / د سلواغې ۲۳ مه / باختر

د میدان وردګو د عامې روغتیا ریاست مسوولین وايي چې په تېرو څلورو میاشتو کې یې د دغه ولایت په مرکز او ولسوالیو کې څه د پاسه ۳۰۰ غیر معیاري درملتونونه او روغتیايي مرکزونه تړلي دي.

د دغه ولایت د عامې روغتیا رييس ډاکټر زرک ځیرک د  باختر آژانس له خبریال سره په ځانګړې مرکه کې په خپلو لاسته راوړنو او راتلونکو پلانونو غږېدلی؛ د نوموړي څلور میاشتې کېږي، چې د دغه ریاست چارې ورسپارل شوې دي. ده په دغه موده کې د خپل لس کسیز مسلکي ټېم په مشرۍ ټولو ولسوالیو ته سفرونه کړي، د روغتیايي مرکزونو، درملتونونو او لابراتوارونو چارې یې له نږدې ارزولې دي.

ښاغلی ځیرک وايي چې د خپل اوونیز پلان له مخې یې سیمې ته سفر کړی، د روغتونونو ستونزې یې اورېدلې او د حل په موخه یې له اړونده چارواکو سره شریکې/ حل کړې او لا هم هڅې کوي.

هغه زیاتوي چې د ولایت په کچه د ډېری یادو مرکزونو چارې د عامې روغتیا وزارت د لایحې د تمې خلاف روانې وې چې په پایله کې یې شاوخوا ۳۰۰ غیرمعیاري/ غیرقانوني درملتونونه، کلینیکونه او لابراتوارونه تړلي دي.

نوموړی وايي چې د خصوصي سکتور له مسوولینو سره یې د یوې ناستې په ترڅ کې له دوی رسمي تضمین اخیستی او دوې میاشتې وخت یې ورکړی چې په یاده موده کې له عامې روغتیا وزارته خپل رسمي اسناد تر لاسه او په قانوني توګه خپل فعالیت ته دوام ورکړي.

په خبره یې؛ په دغه ولایت کې ۸۵ کلینیکونه شتون لري، چې له دې جملې ۷۷ یې د سويډن کمېټه تمویلوي او په یادو کلینیکونو کې ۱۶۹۹ روغتیايي/ غیرروغتیايي کارکوونکي په دندو بوخت دي چې د یادې شمېرې ۸۰۰ یې روغتیايي کارکوونکي جوړوي.

د عامې روغتیا رييس وايي چې د جمهوریت له سقوط سره سم په هېواد کې د روغتیايي برخې خدمات په ټپه ودرېدل؛ حالات ترینګلي و؛ بهرنیو دونرانو د روغتیا برخې له تمویله لاس واخیست، په کلینیکونو کې مو درمل نه درلودل؛ ۱۶۴ روغتیایې کارکوونکي د یوې نیمې میاشتې لپاره له دندو ګوښه او په کور کېنول شول؛ خو اوس یې په کور کېنول شوي روغتیايي کارکوونکي دویم ځلي دندو ته راغوښتي، د دوی د یوې نیمي میاشتې د معاش تر څنګ یې ټولو ډاکټرانو ته د یوې میاشتې معاش چې ټولټال ۲۱ مېلیونه افغانۍ کېږي، د امتیاز په ډول اضافي ورکړل شوی او اوس حالت عادي دی.

رییس وايي چې په تېرو درېیو میاشتو کې د ۴۰ زرو نارینه/ ښځینه ناروغانو درملنه شوې، چې یاد ارقام په منځني ډول د ورځنیو مراجعینو شمېر ۴۴۵ تنه په ګوته کوي؛ د یادو شمېرو له مخې په تېرو درېیو میاشتو کې، ۱۸۴ د توبرکلوز ناروغانو درملنه شوې، ۵ زره عادي ولادتونه ترسره شوي، ۱۸۵ عملیاتي ولادتونه ترسره شوي او ۴ سوه ۲۶ ستر عملیاتونه ترسره شوي دي.

ښاغلی ځیرک زیاتوي چې د جمهوریت پر وخت د کلینیکونو په جوړولو کې زورواکي حاکمه وه، د ولسوالیو نفوس ته په کتو د یادو کلینیکونو په وېش کې توازن نه دی مراعات شوی؛ لومړیتوب مو دادی، چې په سپینو ساحو کې کلینکونه جوړ کړي. دی وايي چې اوس هم په کمو امکاناتو ولسونو ته د ۲۰۱۸ کال معادل خدمات وړاندې کوي.

دا چې د جمهوریت پر وخت په هره برخه کې په زیاته پیمانه پیسې راتللې، خو رییس د هغه وخت د پیسو له  لګولو خوښ نه دی وایي چې د هغو پیسو کمه اندازه پر ځای لګېدلې او نورې حیف میل شوې دي.

دی پر پخواني نظام د نیوکې په ډول وايي چې پخواني نظام پر مهال د روغتیا برخه د اسلامي امارت په ولکه کې وه او دوی د روغتیا  برخې کارکوونکو ته په ډ‌ېر درناوي/ ارزښت قایل وو، خو هغه نظام یاده برخه سیاسي ګرځولې وه، په ډېری سیمو کې یې کلینیکونه، ناروغان، روغتیايي کارکوونکي بمبارد او شهیدان کړل.

ځیرک زیاتوي چې د پخواني نظام تر سقوط وروسته، ټولو هغو بنسټونو، چې د بشر د حقوقو نارې یې وهلې، موږ ته شا کړه؛ زموږ روغتیايي برخه یې زیانمنه کړه؛ خو موږ د سویډن کمېټې عمومي مسوولین راوغوښتل، د ولایت د  خلکو فقر/ بې وزلي مو ورسره شریکه کړه او د هغوی باور مو راجلب کړ؛ د روغتیا برخې کارکوونکو ته په ولایت او مرکز کې ترېننګ ورکړل شو، له پلازمېنې کابله مو د سترګو متخصص ټېم د لسو ورځو لپاره ولایتي روغتون ته راوغوښت، چې ۴۰۰۰ د سترګو ناروغان یې وکتل، د ۴۵۰ په شاوخوا کې یې د  سترګو وړیا عملیاتونه، عینکې او درمل ورکړل.

دی وایي چې اوس یې ورته د سترګو بل وړیا د درملنې ټېم راغوښتی، چې پر ولایتي روغتون سربېره د سیدآباد د ملک محمدخان په روغتون کې یې سلګونه OPD ناروغان کتلي او عملیاتونه یې کړي دي، چې اوس مهال دغه بهیر د چک تر روغتونه رسېدلې او سبا به پیل شي؛ همدارنګه اوونۍ وړاندې دغه ریاست ۷ ټنه درمل او خوراکي تاریخ تېري توکي هم، چې ارزښت یې ۷ مېلیونه افغانۍ و، له درملتونو/ هټیو راټول او وسوځول.

 

ځیرک وايي چې په دغه ولایت کې د روږدو ۴۰ بستریز روغتون هم لري، خو رییس وايي، چې د ده د راتګ پر وخت یې خدمات په ټپه ولاړ و، پر هڅو يې بیا خدمات پیل کړل؛ تر دې دمه یې د ۵۵ روږدو کسانو درملنه کړې؛ دوی اوس مهال ۴۰ تنه  په دغه برخه کې تر درملنه لاندې لري، ډاکټر ځیرک وايي چې روږدو ته ښه خواړه او خونې لري، تر څنګ یې د امربالمعروف ریاست له رییسه مننه کوي، چې د روږدو د رواني درملنې/ روزنې په پار وخت ناوخت یاد روغتون ته ورځي او اعتیاد لرونکو کسانو ته یې د دیني زده کړو زمینه برابره کړې ده.

روږدي کسان تر ۴۵ ورځو په یاد روغتون کې له  دوی سره بستري وي. رییس وايي مهمه داده، چې له رخصتېدو وروسته دوی ته د کار زمینه برابره شي چې دوهم ځل نشه يي توکو ته مخه نه کړي.

دی وايي هڅه یې داده چې دوی ته د حرفوي زده کړو کورسونه برابر کړي، په خبره یې د اقتصادي پیاوړتیا په پار د ولایتي ادارې او موسسو په غونډه کې یې تل ټینګار پردې وي، چې د بشردوستانه مرستو پر وخت د روږدو روغتون ته ځانګړی سهم په نظر کې ونیول شي.

ځېرک زیاتوي چې د عامې روغتیا ریاست ۲۴ امبولانسونه لري، چې د بیړنیو پېښو پروخت قربانیان روغتیايي مرکزونو ته رسوي؛ ښاغلی رییس د میدان وردګو اوسېدونکو ته د زېري په ډول وايي چې ډېر ژر به د هېموډیالېز یا وینې د تصفیې ماشین هم ولایتي روغتون ته راوړل شي، چې نیمه ماشینري یې رارسېدلې ده او یاده دستګاه د هېواد په کچه یوازې په جمهوریت روغتون کې شتون لري؛ دغه راز زیاتوي: د ۱۵۰۰ مېلیونه افغانیو په ارزښت د لمریزې برېښنا یخچالونه هم د عامې روغتیا ریاست ته رسېدلي او په هغو کلینیکونو به ووېشل شي، چې د یخچال سیستم نه لري.

نوموړی رییس په مسلکیتوب ټینګار کوي؛ دی وايي: هغه کارکوونکي چې مسلک او د اسلامي امارت اصولو ته ژمن وي، هېڅکله به له دندو ګوښه نه شی، په خبره یې، د غیر مسلکي کس د ګومارلو په پایله کې که کوم ناروغ خپل ژوند بایلي، دنیوی او اخروي مسوولیت به یې زموږ د مسوولینو او په ټوله کې د اسلامي امارت پر غاړه وي.

په میدان وردګو کې، د قابله ګۍ د زده کړو مرکز هم شتون لري، چې اوس مهال مجربې مسلکي ښځینه استادانې ۳۲ زده کړیالانې د ۱۴ په سویه مسلکي روزي، چې د سويډن کمېتې یې تمویلوي. په خبره یې هڅه کوي چې یاد مرکز د لېسانس تر کچې لوړ کړي.

د عامې روغتیا رییس زیاتوي چې د نورو ستونزو تر څنګ، په نړۍ کې د کرونا نوې بڼه اومېکرون هم په شدت روانه ده؛ په خبره یې په نورو ولایتونو کې د بودجې د کمښت له وجې د کرونا ځانګړي روغتونونه تړل شوي دي، خو په دغه ولایت کې د کرونا روغتون اوس هم د ناروغانو پر مخ خلاص دی، ۵ تنه بستري لري؛ په تېرو پنځو میاشتو کې په دغه روغتون کې د ۱۳۹۱ کسانو سمپلونه اخېستل شوي، چې ۱۸۶ له یادې وبا روغ وتلي او ۷ تنو پکې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی؛ دا چې له دې وبا سره مبارزه ستونزمنه ده، خو رییس وايي، تر یوې اندازې ورته آماده ګي لري؛ رییس د اکسیجن د تولید د ماشین له نه شتونه شکایت کوي او وايي: کوښښ کوي چې یاد ماشین فعاله کړي.

د اسلامي امارت په راتګ سره په مرکز میدان ښار کې ۸۰۰۰ دوزه واکسین تطبیق شوي، چې اوس یې یاده پروسه د ولسوالیو کلینیکونو ته هم غځول شوې ده؛ د دې تر څنګ د افغانستان د روغتیا وزارت هم منلې، چې اومیکرون ویروس له ګاونډیو هېوادونو رارسېدلی؛ خو په افغانستان کې یې د تشخیص وسایل نشته، چې معلوم کړي، آیا زموږ هېواد ته رارسېدلې او کنه؟ خو تېره ورځ روغتیا وزارت ویلي، چې تر دې دمه له دغې ناروغۍ ۲۴۶ تنه په افغانستان کې روغ شوي او ۱۱ تنه مړه شوي دي.

په امریکا کې د کرونا اومېکرون څپې نوی ریکارډ جوړ کړی، چې  په یوه شپه او ورځ کې يې ۱،۳۵ مېلیونه مثبتې پېښې ثبتې کړې؛ تازه د فایزر کمپنۍ اعلان کړی، چې تر مارچ میاشتې به د کرونا د نوې بڼې لپاره واکسین جوړ کړي.

ن/ر

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته