خبرونهټولنه

په میدان وردګو کې ۲۷۶ کورنیو ته د څښاک پاکې اوبه برابرېږي

کابل، د زمری ۳مه، باختر

په میدان وردګو کې د کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست په سیداباد ولسوالۍ کې د پاکو اوبو رسولو سیستم  چارې پیل کړې.

د میدان وردګو د کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست مطبوعاتې دفتر  باختر آژانس ته ویلي، چې د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت د اوبو رسولو او روغتیا ساتنې پروګرام تر چتر لاندې د میدان وردګو ولایت سیداباد ولسوالۍ په هفت اسیاب خړیانو سېمه کې د څه باندې ٨ سوه زره افغانيو په ارزښت د څښاک اوبو رسولو سيستم  د رغولو چارې پیل شوې.

د یاد کاري جریان په موده کې به د اوبو رسولو سولر سیستم، د څاه بیارغول او د دې شبکې د ساتنې په موخه یوه محافظوي احاطه ورغول شي.

د دې سیستم د رغولو مالي لګښت د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت په غوښتنه د یونیسف ادارې له لوري ورکول کېږي.

د بیارغونې دا چارې به د سېمې ګڼ شمېر اوسېدونکو ته ٥٠٠ کاري ورځې رامنځته کړي د دې پروژې په بشپړولو سره  به د سېمې ٢٧٦ کورنۍ پاکو او صحي اوبو ته لاس رسی پیدا کړي.

د یادونې وړ ده، چې تر دې وړاندې یاد سیستم په ١٣٨٥ کال کې د ملي پیوستون پروګرام له لوري د ډیزلي برېښنا په واسطه رغول شوی و.

صدیقي

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته