خبرونهروغتیا

په میدان وردګو کې ۷ ګرځنده روغتیايي ټیمونو فعالیت پيل کړ

 کابل، د زمري ۲ مه، باختر

په میدان وردګو کې د یونېسف په مالي ملاتړ ۷ ګرځنده روغتیایي ټیمونو فعالیت پیل کړ. د یاد ولایت د عامې روغتیا مشر وايي چې د دغو ټیمو د کار په پیل سره به د لرې پرتو سیمو ۹۵ سلنه روغتیايي ستونزې حل شي.

د دغه ولايت د عامې روغتيا رییس ډاکټر محمد زرک ځيرک رسنیو ته په خپلو خبرو کې وویل، چې د يادو ټېمونو د کار په پيل سره به د ولايت په کچه د ۹۵ سلنه وګړو روغتيايي ستونزې حل شي.

هغه وویل: « موږ لرې پرتو سیمو ته د دې په پار موبایل روغتیایي ټیمونه ولېږل، چې وخت ناوخت به له یادو سیمو د مور او ماشوم د مړینې راپورونه ورکول کېدل او اوس به دغه ستونزه حل شي.»

په ورته مهال د ARDIIO  موسسې ولايتي مسول احمد حسین سجاد په خپلو خبرو کې وویل، چې د مور او ماشوم د مړينې د مخنيوي په موخه به په هغه ساحو کې روغتيايي خدمتونه وړاندې کوي؛ چې له دې وړاندې يې اوسېدونکو روغتیايي خدمتونو ته لاسرسی نه درلود.

په همدې حال کې نوي ګومارل شوي روغتيايي کارکوونکي د غوره خدمتونو د وړاندې کولو ډاډ ورکوي او په خبره يې، د مور او ماشوم د مړينې د مخنيوي ترڅنګ به اړمنو خلکو ته وړيا خدمتونه وړاندې کړي.

عبیدالله چې د دایمیرداد ولسوالۍ لپاره د موبایل روغتیایي ټېم کارکوونکی دی وايي، چې په پوره هڅې سره به په لرو پرتو سیمو کې د مور او ماشوم د مړینې د مخنیوي ترڅنګ د اړمنو کسانو وړیا درملنه کوي، د ده په وینا، چې په دغو سیمو کې پخوا خلکو ته په بشپړ ډول روغتیایي خدمتونه نه وړاندې کېدل، خو د یادو ټیمونو په فعالیت سره به دا ډول ستونزې کمې شي او د سیمې هر وګړی به روغتیایي خدمتونو ته لاسرسي پیدا کړي.

محمد نسیم چې د دایمیرولسوالۍ د دالان کلي اوسیدونکی دی وایي چې د دایمیرداد ولسوالۍ له مرکزڅخه ۳۰۰ کیلومتره لرې پرته ده چې اوسیدونکي یې صحي خدمتونو ته لاسرسی نه لري. په خبره یې، د دغه ګرځنده روغتیایي مرکز په جوړېدو سره به تر ډېره حده ستونزې حل شي او د مور او ماشوم د مړینې کچه به ټیټه شي.

ن.ر

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته