امنیت

په نادعلي ولسوالۍ کې د طالبانو د دوو قوماندانانو په ګډون اته تنه وژل شوي دي

لښکر ګاه  باختر د زمري ۷ مه
د هلمند ولایت د نادعلي ولسوالۍ د زرغون او ناقل کلیو  په  سیمو کې د  وسله و الو  طالبانو د دوو تنو قوماندانانوملا ذکي او  ملانصرت  په ګډون اته تنه طالبان وژل شوي او  څلور تنه نور  ټپيان شوي دي.
ځايي چارواکي وايي چې  دغه وسله وال طالبان د ګډو افغان ځواکونو د پیل شویو چاڼیزو عملیاتو په  ترڅ کې  وژل شوي دي.
د هلمند د والي ویاند عمر ځواک د باختر اژانس سیمه یېز خبریال ته وویل  چې په  پیل شویو  عملیاتو کې  د  وسله والو طالبانو د  وژل کېدو  سربېره ۲۳ ماینونه  هم  کشف او شنډ شوي دي.
ویل کېږي په دغو عملیاتو  کې  افغان ځواکونو او  ملکي وګړو ته زیان نه  دی اوښتی او عملیات لا هم دوام لري.
پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته