خبرونهروغتیا

په نشه يي توکو۲۵۰ روږدي کسان په کابل کې راټول کړای شول

۳۶- کابل / د لړم ٢٥مه / باختر
د عامې روغتیا وزارت په نشه يي توکو د خیاباني روږدو کسانو د راټولولو کمپاین په لړ کې یوځل بیا د کابل ښار په بېلابېلو سیمو کې د دغو کسانو د راټولولو کمپاین پیل کړی دی.
د عامې روغتیا وزارت د نشه يي توکو د غوښتنې د کموالي رییس ډاکټر سید جاوېد بدخش باختر آژانس ته وویل: د کابل ښار په ګوټ ګوټ کې په نشه يي توکو د روږدو کسانو د راټولولو کمپاین پیل شوی دی چې نن د پُل سوخته او تیمورشاهي په سیمو کې په نشه يي توکو۲۵۰ روږدي کسان راټول او د نشه يي توکو د روږدو کسانو د درملنې۱۰۰۰ بستریز روغتون ته ولېږدول شول.
هغه له کورنیو څخه وغوښتل چې دغه کسان له درملنې وروسته د خپلې کورنې د غړیو په توګه ومني.
ډاکټر بدخش زیاته کړه: دغه خیاباني روږدي کسان له پلان سره سم د کورنیو چارو وزارت له نشه يي توکو سره د مبارزې معینیت د امنیتي ځواکونو په همغږۍ راټول او په کابل کې د روږدو کسانو د درملنې مرکزونو ته ولېږدول شول.
هغه وویل چې یاد کسان د ۴۵ ورځو لپاره د روږدو کسانو په ۱۰۰۰ بستریز روغتون کې تر درملنې لاندې نیول کېږي او له درملنې وروسته تر یو کال پورې په خپلو کورونو کې د موظفو ډاکټرانو ترنظر لاندې وي.
ډاکټر بدخش په هېواد کې په نشه يي توکو د روږدیتوب علت وزګارتیا، بېوزلي او مهاجرت وباله او وویل چې دغه کمپاین دوام لري.
دا په داسې حال کې ده چې د لړم په ۲۰مه په نشه يي توکو۳۰۰ روږدي کسان له درملنې وروسته د ابن سینا له ۱۰۰۰ بستریز روغتون څخه رخصت شول.
پای/ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته