ټولنه

په نشه يي توکو دوه سوه تنه روږدي کسان له کابل څخه ددرملنې په خاطر راټول شول

دعامې روغتيا وزارت موظف ټيم دکابل ښار له بيلابيلو  ساحو څخه په نشه يي توکو دوه سوه تنه روږدي کسان راټول او د درملنې لپاره يې ددرملنې مرکزونه ته وليږدول .

 دباخترداطلاعاتي اژانس  دخبر له مخې،  دغه روږدي کسان دارتل پله ، دباغ بالا له شاوخوا ، حضوري چمن او يو شميرنورو سيمو څخه راټول شوي دي

او درواني روغتيا ، و دان سنتر،  نجات سنتر او څو نورو مرکزونو ته ددرملنې لپاره ليږدول شوي دي .

 د خبرځاى   د څرګندونو له مخې، له دې جملې څخه د پنځو تنو روغتيايي حالت خراب بلل شوى دى .

  ويل کيږي چې په کابل ښار کې  له څلورو زرو  څخه تر پنځه زرو  تنو پورې روږدي کسان  شته چې يوه برخه زرقي  روږدي او نور يې غير زرقي روږدي دي .

 دعامې روغتيا وزارت دغه اقدام په داسې حال کې  ترسره کيږي چې هوا دهرې  ورځې په تيرولو سره سړيږي . اوله بله پلوه ددغو کسانو د بدن مقاومت ډير کمزوري  دي او ددوى ترمنځ په تيره بيا دژمي په موسم کې د دوى  دمړينې خطر زيات دى .

 ويل کيږي دعامې روغتيا وزارت دنشه يي توکو د روږدو کسانو ددرملنې لپاره داړتيا وړ بودجه نه لري  خو بيا هم هلې ځلې کوي چې دروږدو کسانو ددرملنې په لاره کې لازم اقدامات ترسره کړي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته